د سولې لپاره د اړیکو ګروپ د لاندې
موخو د ترلاسه کولو او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کولو په موخه؛
( په ګډه د افغانستان لپاره) تر شعار لاندې خپلو فعالیتونو او هلو ځلو ته دوام
ورکوي.
د اړیکو ګروپ مشرتابه او همکارانو د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې تر ۱۴ مې نیټې پورې د هیواد ۳۰
ولایتونو ته سفرونه کړي او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګو او سولې غوښتلو غونډو
په جوړولو، د ناستو او لاریونونو په ترسره کولو سره يې د نوي نسل او ځوانانو ترمنځ د
انسجام، همغږۍ او همپالنې رامنځته کولو لپاره هڅه کړې ده. په هېواد کې دننه او بهر
د اړیکو ګروپ مشرتابه، «په افغانستان کې د
۱۴۰۰ د زمري ۲۴ – د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵ » نیټې د سیاسي او پوځي بدلون وروسته، د نوي پیژند پر بنسټ خپلو
عدالت غوښتنو ته دوام
او د موخو ترلاسه کولو لپاره د لاندې مواردو غوښتونکي دي:
د سولې لپاره د اړیکو ګروپ
يو غير سياسي او د سولې غوښتلو ملي خوځښت دی، چې د جګړې او وسله والو منازعاتو ضد او پر
سیاسي ډلو او افرادو پورې تړاو نه لري،
د نوي نسل او ځوانانو له فعالانو څخه جوړ او په
۱۳۹۹ کال د زمري په ۳۱، چې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ ۲۲ سره برابره
ده، جوړ شو.