د سولې لپاره د اړیکو ګروپ
په ګډه د افغانستان لپاره
په یو نظر کی
د اړیکو ګروپ موخې

د  سولې لپاره د اړیکو ګروپ د لاندې موخو د ترلاسه کولو او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کولو په موخه؛ ( په ګډه د افغانستان لپاره) تر شعار لاندې خپلو فعالیتونو او هلو ځلو ته دوام ورکوي

نور
غوښتنې

د اړیکو ګروپ مشرتابه او همکارانو د ۱۴۰۰  کال د زمري میاشتې تر ۱۴ مې نیټې پورې د هیواد ۳۰ ولایتونو ته سفرونه کړي او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګو او سولې غوښتلو غونډو په جوړولو، د ناستو او لاریونونو په ترسره کولو سره يې د نوي نسل او ځوانانو ترمنځ د انسجام، همغږۍ او همپالنې رامنځته کولو لپاره هڅه کړې ده. په هېواد کې دننه او بهر د اړیکو ګروپ مشرتابه،  «په افغانستان کې د ۱۴۰۰ د زمري ۲۴ – د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵ » نیټې د سیاسي او پوځي بدلون وروسته، د نوي پیژند پر بنسټ خپلو عدالت غوښتنو ته دوام او د موخو ترلاسه کولو لپاره د لاندې مواردو غوښتونکي دي:

نور
د اړیکو ګروپ په اړه

د سولې لپاره د اړیکو ګروپ  يو غير سياسي او د سولې غوښتلو ملي خوځښت دی، چې د جګړې او وسله والو منازعاتو ضد او پر سیاسي ډلو او افرادو پورې تړاو نه لري، د نوي نسل او ځوانانو له فعالانو څخه جوړ او په ۱۳۹۹ کال د زمري په ۳۱، چې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ ۲۲ سره برابره  ده، جوړ شو.

نور
زموږ ټیم

د نوي نسل او ځوانانو سولې جرګه

contactgroup

ولایتي سکرتریتونه

ننګرهار
هرات
هلمند
فراه
کندهار
کنړ
کندز
جوزجان
خوست
غزنی
سرپل
بلخ
پکتیا
سمنګان
لغمان
بامیان
بدخشان
بغلان
1+
ولایتي همکاران
1+
تر پوښښ لاندې ولایتونه
1+
د جرګو غړي

د افغانستان د ځوانانو د سولې ملي جرګه

د افغانستان د ځوانانو د سولې ملي جرګه

دا جرګه د څلورو ورځو لپاره (د ۱۳۹۱ هجري لمریز کال د جنګاښ له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې پورې – چې د ۲۰۱۲ کال د جولای میاشتې له دوهمې تر پنځمې سره برابره ده) د افغانستان د لویې جرګې په تالار او سلام خانې ماڼۍ کې د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د ۱۷۰۰ ځوانانو په ګډون جوړه شوه او د افغانستان د وخت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي تاریخي وینا او د جرګې د ټاکل شوي رئیس محمد سنګر امیرزاده په خبرو او د ۳۱ ماده ییز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.

نور ولولی

د افغانستان د ځوانانو ملي کنفرانس

د افغانستان د ځوانانو ملي کنفرانس

دغه کنفرانس د ثبات ټینګښت، په پریکړو کې ګډون او یو شمېر اړینو ملي او نړیوالو مسایلو په اړه د خبرو په موخه د دوه ورځو لپاره د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د غبرګولي په ۲۸مه او ۲۹مه، چې د ۲۰۱۱ کال د جون له ۱۸مې او ۱۹مې نیټې سره سمون درلود، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، نامتو عالمانو، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د پارلمان وکیلانو او د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د څه باندې ۵۰۰ فعالو او پوه ځوانانو په ګډون د سلام خانې په ماڼۍ او اورانوس هوټل کې جوړ شو.

نور ولولی