د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه
د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د سولې لپاره د
ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي
میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري
میاشتې له ۱۴ سره سمون خوري، جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت
د لسو اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: د
جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ،
د پریکړه لیک لوستل وو. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري
غړی حمید الله مسرور د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر رول او ونډې خبرې وکړې.
وروسته بیا استاده ملاحت علمي د اړیکو د ګروپ له فعالیتونو او جرګې جوړولو څخه د
ستاینې ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ښځو د اندیښنو په تړاو خبرې وکړې. د غونډې په
دوام کې د جرګې د جوړولو د کمیسیون غړی خالد ادیب د سولې ټینګښت او جګړې پایته
رسیدو لپاره د افغانستان د خلکو د یووالي او انسجام په اړه یې خبرې وکړې.
د
جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو
شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په
درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه
کمیټو منشیانو د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک
جوړ او وړاندې شو.
د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک
د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۲۵ نیته، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو، خپلې غوښتنې او پریکړې یې د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول بیان کړې:
۱. د سولې په بهیر کې د افغانستان له حکومت څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:
· انحصار او د قومونو ترمنځ توپیري چلند ته نه ویل، د پراخ بنسټه ټیم جوړول او د سولې په بهیر کې د ځوانانو، ښځو او د ټولنې د ټولو اقشارو ګډون؛
· د هېواد د سیاستوالو او مخورو انسجام او یووالۍ او د ملي یووالي رامنځته کول؛
· د سولې د خبرو په بهیر کې د اسلامي تعادل په اډانه کې د نرمښت څرګندول؛
· د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیول؛
· له سولې وروسته سیاسي جوړښت باید ملي وي.
۲. د سولې په بهیر کې د طالبانو له تحریک څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:
· اوربند باید د سولې د خبرو بنسټ وي؛
· د افغانستان د خلکو او حکومت د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته درناوی؛
· په خبرو کې خپلواکي او له هغو هېوادونو سره دې اړیکې پرې کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام غوښتونکي دي؛
· د اسلام مبارک دین او د هېواد اساسي قانون پر بنسټ د سولې خبرو ښکیلو خواوو لخوا نرمښت.
۳. د سولې په بهیر کې له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:
· د سولې له بهیر څخه ملاتړ، د هېوادونو له لاسوهنې څخه مخنیوی او د هېواد ځمکني بشپړتیا ته درناوی؛
· د سولې بهیر لپاره د نړیوالې ټولنې د اجماع رامنځته کول؛
· د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ ژمنو ته ژمنتیا؛
· د سولې له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ او د نړیوال څارونکي په توګه، د خپل دریځ ساتل؛
· د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د اسلامي هېوادونو اجماع او په افغانستان کې د جګړې ناروا ګڼلو په موخه د اسلامي کنفرانس لخوا د پریکړه لیک صادریدل؛
· د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د ګاونډیو هېوادونو په کچه سیمه ایزه اجماع.
۴. پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو څرنګوالي په موخه وړاندیزونه او په دې اړه د فاریاب ولایت د ځوانانو مسؤلیتونه:
· موږ د فاریاب ځوانان د سولې له خبرو څخه ملاتړ کوو؛
· د ملي ګټو او تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته درناوی؛
· د نوي او همه شموله کړنلارې جوړول، چې په هغه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو او همدارنګه اغیزناکه ګوندونه ګډون ولري او د عبوري حکومت یو جوړښت ولري؛
· د سولې خبرو اړخونه باید د ملي ګټو او نرمښت د اصولو په رڼا کې، خبرې پر مخ یوسي.
۵. په فاریاب ولایت کې د وسله والو جګړو څخه را ټوکیدلي سیمه ایزو ستونزو وړاندې کیدل:
· د دوامداره جګړو له امله د فاریاب ولایت له ولسوالیو څخه خلک ښار ته کډواله شوي؛
· د ټول ګټو بنسټونو له منځه تلل، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی، د پراختیايي پروګرامونو وروسته پاتې کیدل؛
· د فاریاب ولایت په لویو لارو کې د امنیت نه شتون او په دوامداره ډول د بریښنا د مزو پرې کیدل.
۶. په ځايي او ملي کچه د سولې له بهیر څخه د څارنې په موخه د نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول او د فاریاب ولایت د ځوانانو مسؤلیتونه:
· د افغانستان د دولت او طالبانو لخوا د سولې د بهیر چټکتیا؛
· د سولې خبرو د اجندا خپرول؛
· د ټولیز او همه شموله آدرس لخوا د خبرو پر مخ وړل (د ملي مصالحې عالي شورا)؛
· د سولې د خبرو له بهیر څخه د څارنې په موخه د ټولنې د ټولو اقشارو څخه د پراخ بنسټه کمېټې جوړول؛
· په غوڅ ډول د نړیوالو شریکانو او نړیوالې ټولنې لخوا د سولې د بهیر څارل.
درنښت
د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه
د ۱۳۹۹ د مرغومې ۲۵ / د ۲۰۲۱ د جنوري ۱۴