د
فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړ شو
د
فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې
په ۲۸ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په
مرسته، د جرګې جوړولو کمیسیون د غړيو، د دې ولایت جرګې د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو
په ګډون د ټاکنو د ترسره کولو پلاوي لخوا په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۱۷ غړي لري او د اړتیا پر
مهال په کې زیاتوالی راتلای شي.
#د سکرتریت د رهبري بورډ:
۱. د فراه ولایتي سکرتریت
رئیس، محمد عوض دانیال
۲. د فراه ولایتي سکرتریت
مرستیاله، فریما فریور
۳. د فراه ولایتي سکرتریت
مرستیال، حامد آریا زماني
۴. د فراه ولایتي سکرتریت
سیاسي سلاکاره، طیبه سلیماني
۵. د فراه ولایتي سکرتریت
مطبوعاتي سلاکار، امان الله امین
۶. د فراه ولایتي سکرتریت
د څارني پلاوي مسؤل حمید الله حمیدي
#یادونه: د فراه ولایتي سکرتریت د څارني پلاوي مرستیال او یو غړی د
فراه ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.
۷. د فراه ولایتي سکرتریت
د دارالانشاء مسؤل، مجتبی نوري
۸. د دارالانشاء مرستیاله،
فرشته ابراهیمي
#یادونه: د اړتیا پر مهال د دارالانشاء نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت
د رئیس په مشوره ټاکل کیږي.
۹. د فراه ولایتي سکرتریت
د رسنیو او ویاندوی دفتر مسؤله، فریبا شریفي
۱۰. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، حکمت الله حمدي
#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوهلسمې مادې پر بنسټ د رسنیو
د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیال او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو
دنده او مسؤلیت لري. د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت د
رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.
۱۱. د فراه ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤله، صابره هاشمي
۱۲. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، علي کلانتري
#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت
د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.
۱۳. د فراه ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې
مسؤل، عبدالجبار جبران
۱۴. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیاله، سبنا هاشمي
#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت
د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.
۱۵. د فراه ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل، محمد قاسم حمیدي
۱۶. د مشورتي بورد مرستیال، نورشاه قانع
۱۷. د مشورتي بورد منشي، شبنم مجیدي
په
درنښت
د
فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
د اړیکو
ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر
د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۸
/ د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۸