مطبوعاتي کنفرانس - جوزجان
د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو
اندیښنې
د جوزجان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو
د سولې جرګې غړي او د جرګې ولایتي سکرتریت، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د
غويي میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۱۰سره سمون خوري، « د جګړې له شدت او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په اړه
د جوزجان ولایت د خلکو اندیښنې » تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.
د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري غړی
حمید الله مسرور د درې ورځني اوربند له اعلان څخه د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، چې په
هېواد کې د دایمي اوربند ټینګښت لپاره هڅه وشي.
د جوزجان ولایتي سکرتریت د رهبري بورد رئیس جاوید
دوستي وايي، چې ځوانان د دې جګړې قربانیان دي او ځوانان باید هڅه وکړي، چې دې جګړې
ته د پای ټکی کیږدي.
د اړیکو کمیټې مسؤل صاحب نظر نظري او د جوزجان
ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل عبدالصبور خادم د استانبول ناسته د افغانستان د
سولې لپاره ښه فرصت ګڼي او هیله لري، چې دا ناسته د افغانستان لپاره غوره پایلې
ولري.
د جوزجان ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوې مسؤل سید رسول سادات او د جوزجان
ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مرستیال عبدالقادر فولاد وايي، چې افغانستان د قومي
کیدو خوا ته رهي دی، چې دا د سولې بهیر او ملي ګټو په زیان دی.
امین الله بابری د جنګ قربانیانو سره د همغږۍ
کمیټې مسول په هیواد کې د جګړې د ډیرېدو او د جګړې د قربانیانو د وضعیت په اړه خبرې
وکړې.
د مدني ټولنې فعاله ملالی غفوري او د مدني ټولنې
فعاله بهشته فدا د افغانستان د خلکو ترمنځ پر یووالي او همپالنې د ټینګار ترڅنګ زیاتوي،
چې د افغانستان خلک په یوه حساس پړاو کې دي او باید هڅه وشي، چې خپل اتحاد له لاسه
ورنکړي.
مطبوعاتي کنفرانس - جوزجان
د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه
د جوزجان د خلکو اندیښنو د مطبوعاتي کنفرانس اعلامیه
۱. د
جوزجان ولایت خلکو د جګړې د زیاتوالي په هکله اندېښنه وښوده او له ټولو لورو څخه
غواړي تر څو جګړې او وینې بهونې ته د پای ټکی کيږدي.
۲. ټول
لوري د سولې د راتلو لپاره د لاسته راغلي موقع څخه ګټه واخلي او د هغې د ټینګښت
لپاره هڅه وکړي.
۳. په
افغانستان کې د سولې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره زمینه برابره او هر څه
ژر د جګړې د زیاتوالي مخنیوی وکړي.
۴. جګړه
هېڅ ستونزه نشي حل کولای برعکس د جګړې د تکرار سبب کیږي او د سولې د تحقق په موخه
باید غیر عملي شرطونه غاړې ته شي.
۵. د سیمې
او نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې ممکنه
لوړې کچې ته پورته کړي.
۶. د
حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ هر ډول هوکړه د ټولو افغانانو له هغې ډلې څخه د ښځو،
ځوانانو او لږکیو د حقونو څخه ملاتړ وکړي.
۷. د
استانبول ناستې ګډونکوونکي د سملاسي اوربند د پلي کېدو لپاره هڅه وکړي او دا هڅې
په هیواد کې د سولې د تحکیم لپاره زمینه برابره او سبب شي.
۸. هر ډول
تروریستي کړنې په کلکه غندو او هر یو زمونږ د هیواد د مسوول وګړي په توګه د تلپاتې
سولې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.
۹. د
دواړو لورو له مذاکراتي پلاوي څخه غواړو تر څو ژر په استانبول کې د سولې مذاکراتو
ناسته پیل او د افغانستان خلک د هغو مثبتې پایلې لیدونکي وي.
۱۰. د
سولې مرکچیان د جوزجان ځوانانو سلا مشورو او تصمیم ته درناوی ولري او د سولې په
خبرو کې طرحې په پام کې ونیسي.
۱۱.
د لویو لارو ناامني د جوزجان د خلکو د
لویو اندېښنو څخه ده او سملاسي اوربند او سوله به د لویو لارو د امنیت سبب او پوره
امنیت به ټینګ شي.
۱۲. طالبانو
په خپله بیانیه کې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او مونږ دا تصمیم هیله بښوونکی
او د سولې لپاره پیل ګڼو او له هغه څخه ګرم استقبال کوو.
په درنښت
د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر
د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې
ولایتي سکرتریت
د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ - د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۰