د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان د ځوانانو
اندیښنې
د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو
د سولې جرګې غړي او سکرتریت د سې شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۴ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۴ سره برابره ده،
په بغلان ولایت کې « د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان
د ځوانانو د اندیښنو» تر سرلیک لاندې
مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.
د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي
سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل احمد فواد فروغ، سیاسي سلاکار عبدالله قادري، د رسنیو
کمیټې مسؤلې آریانا پارسي، د رسنیو کمیټې مرستیال محمد عالم بارکزي، او د رسنیو کمیټې
غړې آمنه وردک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې اندیښنې یې په هېواد کې د جګړې
او تاوتریخوالي زیاتیدو او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په تړاو څرګندې کړې.
د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت
په هکله د بغلان د ځوانانو د اندیښنو په تړاو
د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې
ولایتي سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس #اعلامیه
د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي
سکرتریت د بغلان د جرګې په دوام، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۸ نیټه د دې ولایت
د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د سولې په بهیر کې د دې ولایت د ځوانانو د ګډ
غږ په توګه رامنځته شوی دی.
موږ د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان او د بغلان
ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او ولایتي سکرتریت غړي د جګړې او تاوتریخوالي
زیاتیدو او د سولې خبرو د نا څرګند وضعیت په اړه خپلې اندیښنې څرګندوو او د لاندې
مواردو غوښتونکي یوو:
۱. د جګړې
پایته رسیدو او د پایلې ته د سولې خبرو رسیدو لپاره طالبان باید د مذاکراتو میز ته را وګرځي او شخړې د خبرو او هوکړو له
لارې حل کړي.
۲. د
ترلاسه شویو فرصت څخه باید د خبرو دواړه خواوې ګټه واخلي او روانې جګړې ته د پای ټکی
کیږدي.
۳. د
طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د دواړه ښکیلو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کولو په
موخه، ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او خبرې په سوله ایزه فضا کې مخ ته یوسي.
۴. د
مذاکراتو ښکیلې خواوې له خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو څخه تېر شي او د خلکو د سوله
غوښتلو غږونه واوري.
۵. د
سولې د ټینګښت او د سولې هوکړو د ټول شموله توب لپاره باید ځوانان او ښځې په دې بهیر
کې ګډون او مشارکت ولري.
۶. له
دواړو اړخونو (حکومت او طالبانو) څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې نرمښت څرګند کړي.
۷. د
افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د خبریالانو، مدني فعالانو
او دیني عالمانو هدفي وژنو مخنیوی وکړي.
۸. له ګاونډیو
او د سیمې له هېوادونو څخه غواړو، څو سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو
سره په ریښتیني ډول مرسته وکړي او پایلې ته د افغانستان د سولې بهیر رسیدو لپاره
له خپلو اغیزو څخه ګټه واخلي.
په درنښت
د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر
د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې
ولایتي سکرتریت
سه شنبه، د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۴ - د ۲۰۲۱ کال د مې ۴
بغلان-افغانستان