د ترکیې غونډه د
افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی
د خوست ولایت یو
شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او سکرتریت غړي د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۵ نیټې سره سمون لري، په خوست کې «د ترکیې
غونډه د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي
کنفرانس جوړ کړ.
د خوست د نوي
نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت طاهر جان خیال، د رسنیو او ویاندوی کمیټې
مسؤل زرولي خوشنود، د اړیکو د کمیټو مسؤل علي شاه آماده، د جګړې له قربانیانو سره
د همغږۍ کمیټې مسؤل اختر ګل وفا او د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد غړی محمد ایوب
حقمل، په هېواد کې د سترو خونړیو پیښو په ځانګړي ډول د لوګر خونړۍ پيښې او په ټول
هېواد کې د هدفي وژنو د غندلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې بهیر او بین الافغاني
مذاکراتو په تړاو یې خپلې غوښتنې او اندیښنې شریکې کړې.
د ترکیې ناستې
او سولې مذاکراتو په تړاو
د خوست ولایت د
نوي نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي #اعلامیه
د خوست ولایت د
نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون
جوړه شوې وه، د هېواد د سولې په بهیر کې د خوست د ځوانانو بې ساري ډله ایز خوځښت پیل
وو. د سولې په تړاو د خوست د ځوانانو د مخکینیو فعالیتونو په دوام، د خوست ولایت د
نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
په مرسته جوړ شو.
د خوست ولایت ځوانان
او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، په هېواد کې د
سترو بریدونو په ځانګړي ډول د لوګر ولایت خونړی برید او په د افغانستان په ګوټ ګوټ
کې هدفي وژنې په کلکو ټکو غندي او د هېواد د سولې بهیر په تړاو خپلې غوښتنې او اندیښنې
په لاندې ډول بیانوي:
۱. سوله د ټولو افغانانو یوه ملي غوښتنه او ضرورت
دی او بدون د سیاسي جوړجاړې د افغان کشالې حل ناممکن بریښي بناً د خوست ولایت ځوانان
او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي، د جګړې له ښکیلو اړخونو غوښتنه
لري چې یو ځل بیا، د سولې درولي خبرې بدون له کومه ځنډه بیا پیل او هیڅ لوری د سولې
له مذاکراتو تېښته ونکړي، څو افغانان خپلو کې یو سوله ییز ،سیاسي او بنسټیز حل ته
ورسیږي.
۲. موږ د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو (وسله
وال طالبانو، افغان حکومت او امریکا ) څخه غواړو، څو پایلې ته د سولې خبرو رسیدو
لپاره هڅې وکړي او د ترکیې کنفرانس چې د افغان کشالې د سیاسي حل او غمیزې د پای
لپاره د یو ښه فرصت دی فعاله برخه واخلي.
۳. څنګه چې پوهیږو د افغان حکومت لخوا د
سولې مزکراتو په ټاکل شوي مزکراتي پلاوي کې د لویې پکتیا، خصوصاً د خوست ولایت
خلکو ونډه کم رنګه ده. موږ پر افغان حکومت غږ کوو، چې د سولې په مذاکراتي ډله کې د
خوستوالو ونډه د هغوی نفوس او په جرګو او مرکو کې د هغوی بارز رول ته په کتو ور زیاته
کړي.
۴. ځوانان د سولې لپاره د ښې ارادې ترڅنګ د ښو
طرحو له اړخه هم د یوې قوي ارادې څښتنان دي. دوی د سوله ییز فکر پر بنیاد مؤثر نظریات
وړاندې کولای شي، نو د دې لپاره چې د سولې روانې هڅې ټول شموله وي، او موږ ژر یوې
پایلې ته ورسیږو؛ د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي د نړیوالو ټولنې
څخه غواړي چې، د سولې په روانو هڅو کې د افغان ځوانانو ونډه ور زیاته کړي.
ومن الله التوفیق
په درنښت
د اړیکو د ګروپ
د رسنیو او ویاندوی دفتر
د خوست ولایت د
نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
خوست –
افغانستان
د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۵