سرلېک

په ختیځو ولایتونو کې د جګړې له شدت څخه د ختیځو ولایتونو د ځوانانو اندیښنې

کټګورې

ټګونه

په ختیځو ولایتونو کې د جګړې له شدت څخه د ختیځو ولایتونو د ځوانانو اندیښنې

مطبوعاتي کنفرانس – ننګرهار

 ختیځو ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې د جګړې د شدت په تړاو د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانانو ګډه ناسته


د ننګرهار، لغمان کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر ځوانانو د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې ۱۰ سره برابره ده، د « د ختیځو ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې د جګړې د شدت په تړاو د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانانو ګډه ناسته» ترسرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ. د دې ناستې ګډونوالو د اختر په ورځو کې د اوربند له اعلانیدو څخه هرکلی وکړ او د اوربند پر دوام او جګړې پایته رسیدو یې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده او د اړیکو د ګروپ د مشرتابه غړی او د ځوانانو پارلمان مرستیال اقبال سخي د جګړې له شدت او تعارضي بریدونو څخه اندیښنه څرګنده کړه او د خبرو او سیاسي هوکړو له لارې د شته کړکیچ پر حل یې ټینګار وکړ.

استاد لطیف الله قمري او سیاسي فعالا نور آغا ځواک په ننګرهار کې د جګړې وضعیت او د وروستیو جګړو څخه د راټوکیدلو زیانونو او د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه د ننګرهار د ځوانانو غوښتنو په تړاو خبرې وکړې او د جګړې له اړخونو څخه یې وغوښتل، څو پر یو بل بریدونه پایته ورسوي او د خبرو له لارې دا جګره پایته ورسوي.

د افغانستان د ځوانانو د پارلمان غړی حنیف الله شهاب پشه یي او د ننګرهار د جرګې جوړولو کمیسیون غړی دیدار صافي په لغمان ولایت د جګړې وضعیت او په ځانګړي ډول د دې ولایت پر څو ولسوالیو د تعارضي بریدونو او د خلکو نا څرګند وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

د کونړ د ځوانانو عالي شورا غړی استاد راحت الله صافي، په کونړ کې د جګړې وضعیت په اړه خبرې وکړې او جګړې له امله ولسوالیو نه ښارونو ته د غځیدلو لارو تړل کیدو او د ختیځ په بیلابیلو ولسوالیو وروستي بریدونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې.

د نورستان د ځوانانو د سراسري شورا مسؤل داکتر نجم الدین نورستاني په هېواد کې په ځانګړي ډول په ختیځو ولایتونو کې د جګړې وضعیت له امله د اندیښنو څرګندولو

ترڅنګ، د جګړې له ښکیلو اړخونو وغوښتل، څو دا بریدونه پایته ورسوي.

په پای کې فاطمه سبا، د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د ځوانانو مطبوعاتي کنفرانس پریکړه لیک ولوست، چې په لاندې ډول دی:

د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د ځوانانو مطبوعاتي کنفرانس #اعلامیه

په ډیرې خواشینۍ سره په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې به ځانګړي ډول د ختیځو ولایتونو ( ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) په بیلابیلو ولسوالیو په ځانګړي ډول د لغمان په یو شمېر ولسوالیو کې تعارضي بریدونو شدت اخیستی دی. دا وضعیت زموږ عام او بې دفاع وګړيو ته سخت زیانونه اړولي دي او هره ورځ د دې جګړې قرباني کیږي. موږ د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانان د دې وضعیت له دوام څخه په جدي ډول اندیښنه لرو او د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

۱. موږ د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانان د طالبانو لخوا د اختر درې ورځنۍ اوربند څخه د هرکلي ترڅنګ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې خبرو او په هېواد کې د جګړې پایته رسیدو لپاره د ښه نیت څرګندولو په موخه، د اختر له ورځو وروسته دایمي اوربند او یا هم لږ تر لږه د پایلې ته د سولې خبرو رسیدو پورې څو میاشتینی اوربند اعلان کړي.

۲. موږ د طالبانو له تحریک څخه په جدي ډول غواړو، څو د خبرو میز ته را وګرځي او د دې ناورین د پایته رسیدو لپاره، سوله ایزه او د سیاسي هوکړو لارې غوره کړي. ځکه د افغانستان ټول خلک له دې وضعیت څخه ستړي دي او هره ورځ قرباني ورکوي.

۳. موږ د جګړې له دواړو اړخونو (افغان حکومت ا و طالبانو) څخه غواړو، څو له تعارضي بریدونو څخه لاس په سر شي او پایلې ته د سولې مذاکراتو رسیدو پورې د یو بل د واک لاندې سیمو د لاندې کولو هڅه و نکړي.

۴. له دواړو غاړو نه غواړو، څو د درنو وسلو لکه له توپونو څخه ګټو اخیستلو او د هغه سیمو له بمباریو څخه ډډه وکړي، چې په کې د ملکي خلکو د له منځه تللو امکان موجود وي او د عامو خلکو د له منځه تللو لامل نشي.

۵. خلک د لویو لارو د تړل کیدو له امله ستر زیانونه ګاللي دي او ګالي، موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو ښارونو ته د ولسوالیو غځیدلې لارې، چې د جګړې له امله د خلکو پر مخ تړل شوي، پرانیستي وساتي.

۶. موږ د ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو او سیمه ایزو مخورو څخه غواړو، څو له حکومت او طالبانو سره د ختیځو ولایتونو بیلابیلو ولسوالیو باندې د تعارضي بریدونو دریدو په موخه خبرې وکړي، څو عام وګړي د دواړو اړخونو د جګړې قرباني نه شي.

۷. موږ د ختیځو ولایتونو ځوانان د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غم شریکی ترڅنګ، د کابل د سیدالشهدای ښونځی او د لوګر برید په کلکه غندو او هغه یو ترهګریز، غیر انساني، او غیر اسلامي عم ګڼو.

۸. موږ له طالبانو څخه کلکه غواړو، څو په ټول هېواد کې لکه لغمان، بغلان، فراه، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې خپل پیل شوي تعارضي بریدونه، باید ودروي. هره ورځ زرګونه کسان چې په کې ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک شامل دي، د دې جګړې په پایله کې قرباني او یا هم د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي، دا وضعیت یوازې او یوازې د افغانستان خلکو ته زیان اړوي او سولې ته رسیدو ته موږ لیري کوي. موږ په دې باور یوو، چې په هېواد کې د ناورین پایته رسیدو لپاره یوازینۍ لار، د سولې خبرې او سیاسي هوکړې دي.


په درنښت

د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت ( د مطبوعاتي کنفرانس همکار)

ننګرهار- افغانستان

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۰