رسنیز کنفرانس
د سولې په بهیر کې له مرکچي پلاوو څخه د فراه ولایت د ځوانانو غوښتنې
د فراه ولایت د
نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په ۲۹ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۹ سره برابره ده، د «د سولې په بهیر کې
له مرکچي پلاوو څخه د فراه ولایت د ځوانانو غوښتنې» تر سرلیک لاندې خبري کنفرانس
جوړ کړ.
د فراه ولایتي
سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤلې فریبا شریفي د فراه ولایت پر ښځو د جګړې
اغیزو او د فراه ولایت د ښځو ودې او پرمختګ کې د سولې رول په اړه خبرې وکړې او زیاته
یې کړه، چې د فراه ولایت ښځو او میرمنو د روانو جګړو له امله زیات زیانونه ګاللي
او د نورو څخه زیات تاوانونه او زیانونه ورته رسیدلي دي.
د فراه ولایتي
سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل عبدالجبار جبران د خلکو د
ژوند پر بیلابیلو اړخونو د جګړې پر اغیزو خبرې وکړې.
د فراه ولایتي
سکرتریت د مشورتي بورد غړي او د فراه ولایت د معلولینو د ټولنې مسؤل انجینیر ضیاء
الدین نورزي د معلولیت لرونکیو کسانو پر ژوند د جګړې او سولې پر اغیزو او د سولې
مذاکراتو له بهیر څخه د فراه ولایت د معلولینو د غوښتنو په اړه خبرې وکړې .
وروسته بیا د
فراه ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد رئیس محمد قاسم حمیدي، په هېواد کې سولې ته د
رسیدو لپاره د بنسټیزو اړتیاوو او په ځانګړي ډول اوربند په اړه، چې د فراه ولایت د
ټولو ځوانانو غوښتنه ده، خبرې وکړې او د جګړې ښکیلو اړخونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې
ژر تر ژره دې پر اوربند هوکړه وکړي.
په پای کې د
فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس محمد عوض دانیال،
تر هرڅه وړاندې یې د هېواد پر نړیوال باور د اقتصادي، ټولنییز، سیاسي او جګړو اغیزو
او د جګړو له امله د ملي او نړیوالو فرصتونو د لاسه ورکولو په اړه خبرې وکړې او
وروسته یې پروګرام را ټول او د اوربند پر ټینګیدو، د سولې خبرو پر چټکتیا او د سولې
مذاکراتو په بهیر کې د ځوانانو ریښتینې ونډه او ګډون د ځوانانو په ځانګړي ډول د
فراه ولایت د ځوانانو درې بنسټیزې غوښتنې وګڼلې. نوموړي په پای کې یو ځل بیا د
فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک د مواردو پلي کیدو ټینګار
وکړ.
په درنښت
د فراه ولایت د
نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
د سولې لپاره د ځوانانو
د اړیکو ګروپ
د ۱۴۰۰ د غويي ۲۹/ د ۲۰۲۱ د مې ۱۹