مطبوعاتي
کنفرانس - هلمند
په هیواد کي د
رواني جګړې د پای ته رسیدو په موخه د هلمندي ځوانانو غوښتنې
هلمند کې د نوي
نسل او ځوانانو د سولي جرګې د ولایتي سکرترېت له لوري د سولي او دایمي اوربند په تړاو
کنفرانس جوړ شو.
په دغه ولایت کې
تېره ورځ د یادي جرګې ولایتي سکرتریت او غړو د یو خبري کنفرانس پر مهال پر طالبانو
او حکومت د سولي او تلپاتي اوربند غږ وکړ.
د دې ولایت د
سکرترېت رئیس عبدالعزیز کاروان د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ جګړه د حل لاره نه ده او
نور دلته د جګړې هیڅ پلمه نشته ، ځکه د ده په وینا له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه
وتلي.
نوموړي زیاته کړه،
د جګړې دواړه لوري دي د ولس غوښتني ومني ، پر سوله دي تمرکز وکړي او هیله ده د
سولي د راتلو لپاره یو تفاهم ته سره ورسیږي، جګړه او تاوتریخوالی دي نور پای ته
ورسوي.
د هلمند ولایت د
دارالانشاء مسؤول عبدالوهاب ذاهدي وویل؛
په قطر کي د حکومت او طالب مشرانو مذاکراتي پلاوي د سولي خبرو کي خپل مسؤولېت نه دی
ادا کړی، نوموړي غوښتنه وکړه، چې هغوئ دي د سولي په خبرو کې چټکتیا رامنځته او د جګړې
درولو ته دي ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.
د جګړې د قربانیانو
کمېټې مسؤول برکت الله سرشار وویل؛ موږ غواړو دا جګړه نور پای ته ورسیږي او هیڅوک
دې د یادي جګړې قرباني نه شي. نوموړي زیاته
کړه؛ روانه جګړه د خلکو په زیان ده، چې په وینا یې ټول زیان افغانان ګالي.
د هلمند ولایتي
سکرترېت مرستیاله سامعه حسن زاده وایي؛ له دواړو لورو مو غوښتنه ده ، چې د جګړې
لاس واخل ، څو افغانان د هوسا او ارام ژوند څښتنان اوسي.
نوموړې په خپلو
خبرو کې زیاته کړه؛ نور ولس د یادي جګړې زغم نه لري، د جنګ ښکېل لوري دي روان
تاوتریخوالی ختم کړي.
د سکرترېت د اړیکو
کمېټې غړي صفت الله صدیقي وویل؛ په دې ورستیو کې د هیواد حالت کړکیچن لوري ته
تللي، له دواړو غاړو مو غوښتنه ده، چې د مذاکراتو مېز ته را ودانګي ، څو د سولي
خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.
د سکرترېت د
مشورتي بورډ غړو احمدالله خدام، رحمت الله رحمتیار او نقیب الله تسل په خپلو خبرو
کې د سولي غوښتنه وکړه او د دواړو لوریو څخه یې وغوښتل چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.
نوموړو د یادي جګړې
پر ختمېدلو ټینګار وکړ.
یاد کنفرانس داسي مهال ترسره شو، چې هلمند او هیواد کې رواني جګړې زور اخیستی او زیات شمېر افغانان د خپل کور پرېښودلو ته اړ شوي د
ي.
په درنښت
د هلمند ولایت د
نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت
د سولې لپاره د ځوانانو
د اړیکو ګروپ
هلمند -
افغانستان
د ۱۴۰۰ د جنګاښ ۱۷/ د ۲۰۲۱ د جولای ۸