سرلېک

خبرې؛ سولې ته د رسیدو لار

کټګورې

ټګونه

خبرې؛ سولې ته د رسیدو لار

مطبوعاتي کنفرانس‌#هرات

خبرې؛ سولې ته د رسیدو لار


د هرات ولایت یو شمېر ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۸ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زږدیز کال د مې میاشتې له ۸ نیټې سره برابره ده، د دغه ولایت د رسنیو، د پوهنتون استادانو، د مدني فعالانو او د ټولنیزو بنسټونو په ګډون «خبرې؛ سولې ته د رسیدو لار» تر سرلیک لاندې خبري ناسته جوړه کړه .

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس، آرش بشریار  د هرات د جرګې د سولې غوښتلو فعالیتونو دوام او په هېواد کې د جګړې شدت په اړه د هرات د ځوانانو او د هغوی مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې.

د هرات ولایتي سکرتریت مرستیاله لیلا امیري او حقوقي سلاکار عبدالله شهیدازه د سولې په بهیر کې د د خلکو غوښتنو او اندیښنو په تړاو خبرې وکړې. د جرګې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار او د څارنې پلاوي مسؤل عزیز احمد کریمي د اوربند پر ټینګښت او خبرو او مذاکراتو له لارې د جګړې پایته رسیدو ټینګار وکړ.

د هرات ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل استاد بشیر طارق د دین له اړخه د سولې پر ارزښت او په هېواد کې د جګړې نه مشروعیت په اړه، د سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤلې صدیقه نظري د سولې په بهیر کې د ځوانان ونډې، د اړیکو کمیټې مرستیال مسعب امیریان او د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی عبدالوحید مفکر د تعارضي بریدونو زیاتوالي، د روانې جګړې پایته رسیدو او د خبرو او سیاسي هوکړو له لارې د شته کړکیچ پایته رسیدو په اړه خبرې وکړې.

د سکرتریت د دارالانشا مسؤل فیروز احمد بهزاد د شخړو کمیدو او د خبرو میز ته د طالبانو پر بیا را ګرځیدلو ټینګار وکړ. په پای کې د هرات جرګې ولایتي سکرتریت مرستیال غلام رسول نیازي، د ناستې اعلامیه ولوستله، چې په دې ډول ده:

د سولې خبرو د دریدو او په هېواد کې د جګړې زیاتیدو په تړاو د هرات د  ځوانانو د اندیښنو په اړه

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس اعلامیه

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د هرات د جرګې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه؛ په دوام د سولې په بهیر کې د هرات ولایت د ځوانانو د ګډ غږ په توګه رامنځته شو.

موږ د هرات ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او سکرتریت غړي د سولې د خبرو ناڅرګند وضعیت او په ټول هېواد کې د جګړې له زیاتیدو څخه اندیښنه لرو. له همدې امله موږ د «خبرو؛ سولې ته د رسیدو لار» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ او د سولې په بهیر کې خپلې غوښتنې او اندیښنې په دې ډول بیان کوو:

۱. تاریخ ټولو ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هیڅ کومه ډله نشي کولای، چې د زور له لارې واک ترلاسه کړي، نو په همدې دلیل له ښکیلو اړخونو غواړو، څو دا زرین فرصت له لاسه ورنکړي او د خبرو میز ته را وګرځي.

۲. په هېواد کې روان تاوتریخوالی د سولې پر خبرو ستر زیانونه رسولي دي. د جګړې له ښکیلو غاړو څخه غواړو، څو د کوچني اختر په ورځو کې په هېواد کې سراسري اوربند اعلام کړي، له ورور وژنې لاس په سر شي.

۳. له ښکیلو اړخونو غواړو، څو د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي او د خبرو او سیاسي هوکړو له لارې دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

۴. له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو افغانستان په حساس وضعیت کې یوازې پرینږدي او بیلابیلې ډلې اړې کړي، څو د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي.

۵. په داسې حال کې، چې بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي، په افغانستان کې د جګړې دوام لپاره هیڅ ډول دلیل شتون نه لري، نو له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سولې له ترلاسه شوي فرصت څخه په اغیزناکه ډول ګټه واخلي.

۶د خبرو د میز پریښودل د حکومت او طالبانو په ګته نه دي، دواړه اړخونه باید د یو بل واقعیتونه درک او وپیژني او د سولې په بهیر کې خپل اغیزناکه ګډون څرګند کړي، څو موږ د جګړې قرباني و نه اوسو.

۷. نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د مذاکراتو پر مهال او له هغه وروسته د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي، اجازه ورنکړي، چې تېر تاریخ بیا ځلې تکرار شي.

۸. یو ځل بیا له ښکیلو غاړو غواړو، څو د دیني، انساني اوامرو، د بشري حقونو د اصولو پر بنسټ، د افغانستان خلکو دیني، مذهبي، ژبني او قومي توپیرونو ته درناوی وکړي او د افغانستان خلکو لپاره خوندي ژوند اسانتیا برابره کړي.


په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ کال د غويي (ثور) ۱۸ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۸