د جګړې له شدت
او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو اندیښنې
د جوزجان ولایت یو
شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي او د جرګې ولایتي سکرتریت، د
دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۱۰سره سمون خوري، « د جګړې له شدت او د
سولې بهیر نا څرګند وضعیت په اړه د جوزجان ولایت د خلکو اندیښنې » تر سرلیک لاندې
مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.
د سولې لپاره د ځوانانو
د اړیکو ګروپ د رهبري غړی حمید الله مسرور د درې ورځني اوربند له اعلان څخه د
هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، چې په هېواد کې د دایمي اوربند ټینګښت لپاره هڅه وشي.
د جوزجان ولایتي
سکرتریت د رهبري بورد رئیس جاوید دوستي وايي، چې ځوانان د دې جګړې قربانیان دي او ځوانان
باید هڅه وکړي، چې دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
د اړیکو کمیټې
مسؤل صاحب نظر نظري او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل عبدالصبور خادم
د استانبول ناسته د افغانستان د سولې لپاره ښه فرصت ګڼي او هیله لري، چې دا ناسته
د افغانستان لپاره غوره پایلې ولري.
د جوزجان ولایتي
سکرتریت د څارنې پلاوې مسؤل سید رسول
سادات او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مرستیال عبدالقادر فولاد وايي، چې
افغانستان د قومي کیدو خوا ته رهي دی، چې دا د سولې بهیر او ملي ګټو په زیان دی.
امین الله بابری
د جنګ قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسول په هیواد کې د جګړې د ډیرېدو او د جګړې د
قربانیانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د مدني ټولنې فعاله ملالی غفوري او د مدني ټولنې
فعاله بهشته فدا د افغانستان د خلکو ترمنځ پر یووالي او همپالنې د ټینګار ترڅنګ زیاتوي،
چې د افغانستان خلک په یوه حساس پړاو کې دي او باید هڅه وشي، چې خپل اتحاد له لاسه
ورنکړي.
د ناستې اعلامیه
۱. د جوزجان ولایت خلکو د جګړې د زیاتوالي په هکله
اندېښنه وښوده او له ټولو لورو څخه غواړي تر څو جګړې او وینې بهونې ته د پای ټکی
کيږدي.
۲. ټول لوري د سولې د راتلو لپاره د لاسته راغلي
موقع څخه ګټه واخلي او د هغې د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.
۳. په افغانستان کې د سولې خبرې اترې د جګړې د پای
ته رسولو لپاره زمینه برابره او هر څه ژر د جګړې د زیاتوالي مخنیوی وکړي.
۴. جګړه هېڅ ستونزه نشي حل کولای برعکس د جګړې د
تکرار سبب کیږي او د سولې د تحقق په موخه باید غیر عملي شرطونه غاړې ته شي.
۵. د سیمې او نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د
دې بهیر د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې ممکنه لوړې کچې ته پورته کړي.
۶. د حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ هر ډول هوکړه
د ټولو افغانانو له هغې ډلې څخه د ښځو، ځوانانو او لږکیو د حقونو څخه ملاتړ وکړي.
۷. د استانبول ناستې ګډونکوونکي د سملاسي اوربند د
پلي کېدو لپاره هڅه وکړي او دا هڅې په هیواد کې د سولې د تحکیم لپاره زمینه برابره
او سبب شي.
۸. هر ډول تروریستي کړنې په کلکه غندو او هر یو
زمونږ د هیواد د مسوول وګړي په توګه د تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.
۹. د دواړو لورو له مذاکراتي پلاوي څخه غواړو تر څو
ژر په استانبول کې د سولې مذاکراتو ناسته پیل او د افغانستان خلک د هغو مثبتې پایلې
لیدونکي وي.
۱۰. د سولې مرکچیان د جوزجان ځوانانو سلا مشورو او
تصمیم ته درناوی ولري او د سولې په خبرو کې طرحې په پام کې ونیسي.
۱۱. د لویو لارو ناامني د جوزجان د خلکو د
لویو اندېښنو څخه ده او سملاسي اوربند او سوله به د لویو لارو د امنیت سبب او پوره
امنیت به ټینګ شي.
۱۲. طالبانو په خپله بیانیه کې د اختر درې ورځې
اوربند اعلان کړ او مونږ دا تصمیم هیله بښوونکی او د سولې لپاره پیل ګڼو او له هغه
څخه ګرم استقبال کوو.
په درنښت
د اړیکو ګروپ د
رسنیو او ویاندوی دفتر
د جوزجان ولایت
د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ - د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۰