سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۱، چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال داګسټ میاشتې له ۲۲ سره برابره ده،
د نوي نسل او د ځوان محوره بنسټونو د استازو په ګډون، په رسمي ډول پرانیستل شوو.
دا ناسته دوه برخې لرلې، چې په لومړۍ برخه کې
سولې لپاره د اړیکو د ګروپ موخې، فعالیتونه او غوښتنې شریکې شوې او په
دویمه برخه کې ګډونوالو د یو شمېر پوښتنو په رڼا کې د دې ګروپ د پیاوړتیا او ملاتړ
په موخه خپل نظرونه شریک کړل.
سولې لپاره د ځوانانو د
اړیکو د ګروپ موخه د افغانستان په اوسني او راتلونکو مهمو ملي پریکړو، په ځانګړې
توګه د سولې په بهیر کې د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو (ښځینه او نارینه) د رول
او ځای پیاوړتیا او په دې بهیر کې د هغوی د اغیزناکه ګډون او ښکیلتیا څخه د دفاع
په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو، د نړۍوالې ټولنې او
د طالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي دفتر سره خبرې او له سولې او د طالبانو له
اسلامي تحریک سره د خبرو له ترسره کولو څخه ملاتړ او په افغانستان کې د تل پاتې
ټیکاو او سراسري سولې د ټینګښت لپاره د نوي نسل د همغږۍ پیاوړتیا ده.
د
سولې په بهیر کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ غوښتنې:
1- اوربند، د بین الافغاني خبرو د بهیر چټکتیا او جدي ګڼل؛
2- د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام ساتل؛
3- د اساسي قانون ملاتړ او په اساسي قانون کې د منل شوې لارې څخه د
هغه تعدیل؛
4- د اساسي قانون د دویم فصل مطابق د افغانستان د وګړو د اساسي
حقونو او مسوولیتونو ساتنه؛
5- د اغېزناکه لوري په توګه د سولې په خبرو کې د نوي نسل او
ځوانانو د استازو اغېزمن ګډون او تینګار کیږي، چې د سولې په بهیر کې جهادي
تنظیمونه او د هغوی اړوند اشخاص، ازمویل شوي تکنوکراتان او طالبان زموږ استازي نه
دي او له موږ څخه استازيتوب نشي کولای؛
6- د سولې له بهیر څخه د فرصت غوښتونکو اشخاصو او د سولې د مخالفو
کسانو د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی؛
7- د ښځو د زدکړې، ښوونې، کار او په سیاسي، مدني، ټولنبیز، اقتصادي
او نظامي برخو کې د ښځو د فعاله ګډون څخه ملاتړ؛
8- د ولسواکۍ له بهیرونو او د قانون پر بنسټ د ټاکنو له لارې د
سیاسي واک د تر لاسه کولو څخه ملاتړ؛
9- له نوماندۍ، نوماند کېدل او د رایې ورکونې له حق څخه ملاتړ؛
10- په سیاسي اقتدار کې ملي او هر اړخیز ګډون «سیاسي پلورالیسم»؛
11- د قانون په چوکاټ کې د وینا د خپلواکۍ، د مطبوعاتو، رسنیو او
معلوماتو ته د لاسرسي ساتنه؛
12- د ملي او ټولییزو ارزښتونو ساتنه؛
13- د افغانستان د وسله وال ځواک (ملي اردو، ملي پولیس او ملي
امنیت) ساتنه او ملاتړ او د یو ځانګړي میکانیزم پربنسټ د ملیشو، د غیر مسوول وسله
والو او د طالبانو ټولو ګروپونو څخه د وسلو راټولولو لپاره د زمینې برابرول؛
14- د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د ښځو او د افغانستان د نوي او
ځوان نسل د اغیزناکه ګډون په ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د یو
پرېکړه لیک صادرولو لپاره هڅې؛
15- د دوه اړخیزو ملي ګټو پر بنسټ له نړیوالې ټولنې، اسلامي
هیوادونو، نړیوالو بنسټونو، ګاونډیانو او د سیمې له هیوادونو سره د همکاریو او
دوستانه او ستراتیژیکو اړیکو له دوام څخه ملاتړ.
په
درنښت
د
ویاندوی دفتر
سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ