سرلېک

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې

کټګورې

ټګونه

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې

د هرات ولایت د سولې فعالانو او یو شمېر ځوانانو «د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې» په نوم رسنیزه ناسته جوړه کړه. دا ناسته د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶ نېټه د هرات ولایت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې ده. په دې ناسته کې ارش بشریار، عبدالله شهیدزاده، لینا حیدري، صدیقه نظري، فیروز احمد بهزاد، عبدالوحید مفکر او عزیز احمد احمدي د اوربند، د سولې د خبرو بیا پیل، د جګړې پر زیاتیدو، هدفي وژنو او د سولې پر وړاندې خنډونو په تړاو خبرې وکړې. په پای کې سونیا احمدي د دې ناستې اعلامیه ولوسته، چې په دې ډول ده:

 

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې د خبري کنفرانس اعلامیه

موږ د سولې یو شمېر فعالانو او ځوانانو د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په دې ولایت کې د سلګونو ځوانانو په ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، ګډون کړی وو. موږ د سولې په بهیر کې د حکومتي او شخص محوره برنامو څخه بهر، نوی نسل او ځوانان منسجم او همغږي کوو او د سولې هوکړې پلي کېدو او په هیواد کې د جګړې پایته رسیدو او د سوله ییزې فضاء جوړیدو، ملي روغې جوړې او يو بل منلو لپاره کار او فعالیت کوو.

موږ د هرات ولایت نوی نسل او ځوانان د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو خپلې اندېښنې د جګړې دواړو اړخونو (د افغانستان حکومت او طالبانو تحریک) او نړیوالې ټولنې سره په لاندې ډول شریک کوو:

1موږ د جګړې له دواړو لورو په ځانګړې ډول د طالبانو له اسلامي تحریک څخه غواړو، څو د مذاکرې مېز ته را وګرځي او جدي او برخلیک ټاکوونکي مذاکرات ژر تر ژره پیل کړي.

2. موږ د طالبانو له تحریک او د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو ژر تر ژره اوربند وکړي او یا هم لږ تر لږه تاوتریخوالي پر کمیدو او د خلکو د زیاتې قربانۍ څخه د مخنیوي په موخه هوکړه وکړي.

3. موږ د جګړې له دواړو لورو غواړو، چې هېڅ یو لوری پر لوري د بریالیتوب په فکر کې ونه اوسي. په هیواد کې د جګړې د ختمېدو یوازینۍ حل لاره د د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمنځ خبرې او سیاسي هوکړه ده.

4. موږ د افغانستان له حکومت او سیاستوالو څخه غواړو، څو د خبرو لپاره د واحد صف جوړېدو ترڅنګ، خپلو دریځونو کې نرمښت وښيي او په هیواد کې د تلپاتې او سراسري سولې د راتلو لپاره قربانۍ ته چمتو شي.

5. همدارنګه موږ له طالبانو هم غواړو، څو پر خپل دریځ باندې له زیات ټینګار څخه ډډه وکړي او سولې ته د رسېدو او د جګړې پایته رسیدو لپاره نرمښت وښيي.

6. موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نظام د بنسټیزو ستنو د فعالیت د دوام او ساتنې څخه د ملاتړ تر څنګ په دې باور یو، چې یوازې سیاسي هوکړې کولای شي، چې د راتلونکې لارې نقشه مشخصه کړي، نه د جګړې پر دوام ټینګار.

7. موږ له دواړو لورو څخه په ډېر درنښت غواړو، چې یو بل لوري ته له تندو، سختو، سپکاوي، او نفاق اچوونکو کلیمو له کارولو څخه ډډه وکړي او د یو بل منلو او د سیاسي هوکړو زمینه برابره کړي.

8. موږ په کابل او نورو ولایتونو کې هدفي وژني یو جنایتکارانه عمل ګڼو. د جکړې زیاتیدو او د افغان وګړو قرباني کېدل د یوې اوږدې جګړې لپاره زمینه برابروي او موږ له هوکړو او تلپاتې او سراسري سولې څخه لرې کوي. په دې توګه موږ د افغاستان حکومت، د طالبانو تحریک او اسلامي هیوادونو څخه غواړو، څو د سولې خبرې چټکې او بریالۍ کړي.

9. له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالاتونو او اسلامي هیوادونو څخه غواړو، څو هوکړې ته د دواړو لورو رسېدو لپاره عاجل او اړین فشارونه وکاروي.

موږ ځوانان، د سولې فعالان او د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مسؤلین د بین الافغاني مذاکراتو د سیاسي هوکړې پورې د سولې په بهیر کې د د نوي نسل، ځوانانو او د ښځو د اغیزناکه ونډې، مشارکت او ګډون پورې خپل سوله غوښتونکي فعالیت دوام ته ژمن یو.

درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ سکرټریت-هرات

د ۱۳۹۹ کال د سلواغې ۱۶ / د 2021 د فبروري 4