نوی نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین
الافغاني مذاکرات - کندهار
د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې
میاشتې په ۲۸ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۹ سره برابره ده، په کندهار ولایت کې د یو
شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په ګډون «د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات» اړوند
مشورتي ناسته جوړه کړه.
په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ
غړی محمد همدرد پروګرام پیل او زیاته یې کړه، چې د جګړې ښکیلې خواوې څخه هیڅ یو به
یې ګټونکی نه وي، نو حکومت او طالبان باید په یوه فوري اوربند هوکړه او د دوحې خبرې
دې مخ ته یوسي. د غونډې بل ګډونوال حافظ الله پوپل وايي، چې د جګړې ښکیل اړخونه نه
باید خپل شخصي او ډله ایزې غوښتنې د بین الافغاني خبرو پر مهال پر یو بل وتپي. د بین
الافغاني خبرو د اړیکو ډلې باید ژر تر ژره د خبرو کړنلاره وروستۍ او خبرې دې پیل
شي. د غونډې بل ګډونوال عبدالمنان عاطف بیا وايي، چې د سولې په خبرو کې باید ملي ګټو
ته لومړیتوب ورکړل شي. د غونډې په دوام کې شراف الدین شرافت، شګوفه عرفان او نورو ګډونوالو
د سولې او بین الافغاني خبرو په تړاو خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې او د سولې پر ټینګښت
او جګړې پایته رسیدو باندې یې ټینګار وکړ.
د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشرتابه د
سولې په بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل د واحد آدرس او غږ رامنځته کولو په موخه، تر
اوسه د هېواد ۲۰ ولایتونو ته سفرونه کړي او د همدې موخې لپاره یې لسګونه پروګرامونه،
د سولې ولایتي جرګې، کنفرانسونه، خبري او مشورتي ناستې او لاریونونه په لاره اچولي
دي.