سرلېک

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ ل.ل د سلواغې په ۲۲، چې 2021 ز د فبروري له 10 نېټې سره برابره ده، د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په همکاري د کندهاري ځوانانو له لوري په دريو؛ پرانیسته، د کمېټو کارونه، د کاري کمېټو پرېکړو بیانول او د پرېکړه لیک د وړاندې کولو برخو په لرلو سره جوړه شوه.

په پیل کې د کندهار جرګې د جوړولو کمیسیون د رهبري غړي اسدالله حکیمي د سولې په بهیر کې د ځوانانو په انسجام او همغږۍ باندې خبرې وکړې. وروسته د اړیکو ګروپ رييس محمد سنګر امیرزاده د دې جرګې د جوړولو په برخه کې د کندهاري ځوانانو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ یې تاکید وکړ، چې باید د سولې په خبرو کې اختلافات څنډې ته شي او له یوې سیاسي هوکړې مخکې له حکومت څخه په لرې کولو د تاکید پرځای پر ځای په سیاسي حل لارې هوکړه وشي. نوموړي زیاته کړه، چې هېڅ لوری نشي کولای یو بل له منځه یوسي، پدې توګه له اوسني کړکېچ څخه د وتو یواځینۍ لاره سیاسي هوکړه او يوې پایلې ته د سولې د خبرو اترو رسېدل دي. د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د ځوانانو په انسجام او همغږۍ او د بین الافغاني مذاکراتو په چټکتیا تاکید وکړ.

حفیظ الله پوپل، نثار احمد آزاد، بسمینه حسن‌خیل، مقصود احمد ضمیر، گل احمد ریگوال، ډاکټر رحمت الله محمدي، راضیه حیدري او حبیب شاه اسرار پاچا هر یو په خپل وار سره د جګړې په پای او په کندهار ولایت کې د جګړې څخه د راولاړو شوو زیانونو، د بین الافغاني مذاکراتو چټک پیل او په هیواد کې یې په تلپاتې سولې خبرې وکړې.

د برنامې په دوهمه برخه کې د کاري کمېټو د کار پیل او د جرګې غړو په ټاکل شوو شپږ موضوعاتو له یو بل سره خبرې او بحثونه وکړل. د جرګې د غړو اندونه او نظرونه توحید او د برنامې په درېیمه برخه کې د هرې کمېټې د مسوولینو له لوري وړاندې شول. پدې مهال د لسګونه کمېټو منشیانو د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پرېکړه لیک ترتیب او ولوستل شو.

 

د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې په دویمه برخه کې، د جرګې غړي په لسو کاري کمیټو تر ویشل کیدو وروسته، د لاندې شپږو موضوع ګانو په تړاو یې خبرې وکړې:

۱. د سولې په بهیر کې د افغانستان له حکومت څخه د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنې؛

۲. د سولې په بهیر کې د طالبانو له تحریک څخه د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنې؛

۳. د سولې په بهیر کې له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنې؛

۴. پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو څرنګوالي په موخه د کندهار ولایت د ځوانانو وړاندیزونه او مسؤلیتونه؛

۵. په کندهار ولایت کې د جګړو له امله د رامنځته شویو ځايي ستونزو وړاندې کول؛

۶. په ځايي او ملي کچه د سولې له بهیر څخه د څارنې په موخه د نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول او د کندهار ولایت د ځوانانو مسؤلیت.

د کمیټو د کارونو په پیل کې د جرګې غړیو د هرې کمیټې لپاره یو مسؤل او یو منشي وټاکل. د کمیټو مسؤلینو د کمیټې د غړیو نظرونه توحید او د جرګې په درېیمه برخه کې یې ولوستل. د کمیټو منشیانو د جرګې پریکړه لیک وروستي او وړاندې کړ.

 

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې په دویمه برخه کې کاري کمیټو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو اړوند بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او د جرګې په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا ولوستل شو. د لسګونو کمیټو منشیانو د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستي پریکړه لیک جوړ او وړاندې شو:

د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک

     افغانان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسي د کورنۍ جګړې له امله خپل ټول ملي ارزښتونه له لاسه ورکړي، محسوسه خپلواکي نه لري، د وګړیو ډېره برخه يې په بې وزلۍ کي ژوند کوي او د نورې نړۍ د ملتونو په څېر معياري ژوند نه لري، چي يوازينی لامل يې د پرديو هيوادونو لاسوهني، دلته د کتليست په توګه د شته عناصرو په مټ د ګاونډيو هيوادونو ګټي د خوندي کولو لپاره هرج و مرج جاري ساتل دي، چي دا دی موږ د يوه ناخپلواکه، په غير مستقيم ډول اشغال شوي او استثمار شوي ملت په څير د بې تقديره مرګ په وهم کي شپې او ورځي تيروو. افغانان په ځانګړي ډول کندهاري ځوانان نور له دې مسلط حالته سخت ستړي شوي دي او نه غواړي دا حالت نور دوام ومومي.

    د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د دې ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته د  ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۲۲ نېټه،  چی د ۲۰۲۱ کال د فبروی ۱۰ سره برابره ده، جوړه شوه، په دې جرګه کې د کندهار ښار او ولسواليو څخه د بيلابيلو بنسټونو استازو، مدني فعالانو، د پوهنتونونو استادانو، خبریالانو، محصلينو، ښځينه او نارينه ځوانانو ګډون کړی وو.

     د جرګې لسګونه کمیټو د مشخص شویو موضو ګانو په اړه بحث او خبرې وکړې او په ګډه یې د سولې بهیر په اړه؛ د کندهار د ځوانانو نظرونه، وړاندیزونه، غوښتنې او پریکړې د جرګې د پریکړه لیک په اډانه کې توحید او په ۱۱ مادو کې تصویب کړي، چې په لاندې ډول دي:

۱اوس مهال د افغانستان د سولې بهیر کي امريکا نور د مسقتيم اړخ په توګه شتون نه لري، د کندهار ځوانانو يوازينۍ غوښتنه له دولت او طالبانو له تحریک څخه دا ده، چي ژر تر ژره دي اوربند او بالاخره دايمي اوربند اعلان کړي. د جنګ پر ځای دي د خبرو اترو له سياسته کار واخلي، څو افغان وژنه ودريږي او دايمي سولې ته ورسيږو.

۲. اوس مهال افغان سوله يوه نړيواله کشاله بلل کيږي، دا مهال اړتيا ده، چي ټول اسلامي هيوادونه د افغانستان سولې بهیر کې په مستقيم ډول ګډون وکړي، دغه هيوادونه دي د يوه ګډ کميسيون په جوړولو سره په افغانستان کي د رواني جګړې د ناروا ګڼلو ترڅنګ د افغان سولې بهیر سره جدي همکاري وکړي.

۳. د افغان سولې په بهیر کي پر دواړو اړخونو غږ کوو، چي د ځوانانو حق دي نه تلف کوي او له دې وروسته دې د سولې د مذاکراتو په بهیر کي د کندهاري ځوانانو هر اړخيزه ګډون غواړي.

۴لوړ پوړي سياسي او دولتي چارواکي  او د طالبانو تحریک دي په خپلو کي همغږي رامنځته کړي، د سولې د خبرو اترو په بهیر کي د توافق لپاره دي د افغانستان ملي ارزښتونه په ګډه تعريف، تعیين او وساتي. همداسي دې په سوله کي د افغانانو د تيرو دوو لسيزو لاسته راوړني حفظ کړي.

۵. موږ د کندهار ځوانان؛ نه غواړو، چي د سولې په بهیر کي زموږ پر حقونو  پټي معاملې وشي. د افغان سولې بهیر دواړه اړخونه دي د سولې بهیر روښانه او شفافه کړي، ابهامات او پټ رازونه دي يې افغانانو ته روښانه کړي، نړيوالو او کورنۍ ملي او ځايي رسنيو او څارونکو بنسټونو ته دي اجازه ورکړي، څو د افغان سولې له بهیر څخه افغانان په هر اړخيزه توګه باخبره وساتي.

۶. د سولې په بهير کي ترسره کيدونکي هر ډول پټ او ښکاره تړونونه دي افغان ملت ته وړاندي شي، افغانان د يوه آزاد او خپلواکه ملت په توګه حق لري، چي ټولو اساسي تړونونو کي بدلون راولي، وې مني او يا يي رد کړي.

۷. د سولې په بهیر کې علمي، اکاډميکو، ديني او سياسي، وړ، باصلاحيته او په ملي کچه منل شويو او د ټولني له منځ څخه ولسي او سيمه ايزو داسي اشخاصو ته واک ورکړل شي، چي د شخصي او فردي ګټو پر ځای دي د افغانانو ملي ګټو ته ترجیح ورکړي.

۸. د افغان دولت او طالبانو تحریک څخه غوښتنه کوو، د نظام د له منځه وړلو لپاره نه، بلکي د سمون په موخه دي په جوړښت کي د تغیير رامنځته کولو پر حقوقي صلاحيتونو باندي تمرکز وکړي، د اسلام مقدس دين د اصولو او نصوصو په رڼا کې دي د اساسي قانون او نورو فرعي قوانينو د اصلاح لپاره هڅه وکړي، د ملي او عامه شتمنيو د ورانولو مخه دي ونيسي، د طالبانو تحریک د سولې د يوه طرف په توګه دي خپل بهرنی سياست واضح کړي، څو د سولې تړون وروسته عامو افغانانو ته د دوی خارجي تګلاره واضح وي.

۹. نړيوال دي د افغان سولې لپاره له طرفينو څخه نړيوال تضمين واخلي، او هغه هيوادونه، چي دلته د افغان جګړې لپاره مخالفينو ته وسلې او تجهزات ورکوي، پر هغوی دي فشار راوړي څو له جنګياليو سره مالي او د وسلو مرسته بنده کړي.

۱۰. د اسلامي هيوادونو سازمان دي د افغان سولې په بهير کي خپل مستقيم رول ولوبوي د نړۍ دولتونه دې ته اړ کړي، څو د افغان سولې روان بهير د افغانانو لپاره ګټور تمام شي، که چيري دولتونه دا کار ونشو کړای نو، موږ کندهاري ځوانان د نړۍ پر ملتونو غږ کوو، چي د افغان سولې د کړکېچ د حل لپاره زموږ سره همکاري وکړي.

۱۱. د مذاکراتو له دواړو اړخونو څخه غواړو، څو له عقدوي او احساساتي سياست څخه دي ډډه وشي، د ګذشت او زغم څخه دي کار واخيستل شي، او ټولو افغاني قشرونو دي په سولې کي دخيل کړای شي، په ځانګړي ډول د لوی کندهار ولسونه.کندهار د سولې د خبرو لپاره تر ټولو ښه ځای دی او د کندهار ځوانان او ولسونه چمتو دي، چي په کندهار کي د سولې خبرو کوربتوب وکړي

.

ومن الله توفيق

د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کندهار - افغانستان

د ۱۳۹۹ د سلواغې ۲۲ / د ۲۰۲۱ د فبروري ۱۰