سرلېک

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مارچ میاشتې ۴ سره برابره ده، د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د خوست ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ په مرسته په درې برخو کې: پرانیستنه، د کمیټو کارونو، د کاري کمیټو د پریکړو وړاندې کول او د پریکړه لیک لوستل وو.

په پیل کې د جرګې جوړولو د کمیسیون مسؤل طاهر جان خیال د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر همغږي ټینګار وکړ. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړی احسان الله حکمت د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو څخه یې وغوښتل، څو مذاکرات په جدي ډول پر مخ یوسي او ټینګار یې وکړ، چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د نورو هېوادونو پریکړو ته په تمه و نه اوسي.

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د لومړۍ برخې په دوام کې حبیب الله اسماعیل خیل، استاد سلیمان بشرمل، بشرا حرمت، مولوي عبدالصمد، مکائیل کمال، نقیب سیال او فضل جان جهش په هېواد کې د اوربند او د سولې ټینګښت په برخه کې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو او دیني عالمانو پر رول او همغږي او د مذاکراتو دواړو اړخونو لخوا د نرمښت څرګندتیا په اړه خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې کاري کمیټو خپل کارونه پیل او د جرګې غړیو د مشخص شویو شپږو موضوع ګانو په تړاو خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شو. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د خوست – د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د خوست د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴، چې د۲۰۲۱ زیږدیز کال د مارچ میاشتې له ۴ سره برابره ده، د خوست ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د خوست ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې.

1. د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې په څير نور پروګرامونه، غونډې او مدني حرکتونه زیات او په لاره واچول شي او دا حرکتونه د کلیو او بانډو ته ورسول شي او په ناامنو سیمو کې د هم ورته پروګرامونه جوړ شي.

2. ټول افغانان له بیلابیلو لارو، په ځانګړي ډول د رسنیو، ملا امامانو، د ټولګي او دودیزو جرګو له اړخه، باید خپل مسؤلیت ادا او سولې ته زمینه برابره کړي او د دې ولایت له بیلابیلو اداري واحدونو څخه ښځې او ځوانان په کې ګډون ولري.

3. د سولې په بهیر کې د خوست ځوانانو د ګډون لپاره، ټول شموله، پراخ بنسټه او هر اړخیزه طرحه جوړه او د دې ولایت ځوانانو یووالی او همغږي رامنځته شي او د دې ولایت ځوانان منسجم او بیلابیلې ټولنیزې شوراګانې همغږي او واحد حرکت رامنځته کړي.

4. د خوست ولایت جمعیت ته په کتو، په مصالحې عالي شورا کې د خوست ولایت د ځوانانو او د دې ولایت نورو خلکو ته ونډه ورکړل شي او پر حکومت هم فشار وارد شي، څو د دوی غږ واوریدل شي.

5. له حکومت څخه د خوست ولایت ځوانان غواړي، څو د سولې مذاکراتي پلاوی بیا وارزول شي او هغوی ته د ډاډ وړ معلومات وړاندې شي.

6. د افغانستان مرکچي پلاوی باید هېواد شموله وي او د سولې مرکچي پلاوي کې امین، ناپیلي خلک ور معرفي شي نه هم د اړیکو پر بنسټ.

7. افغان حکومت باید قرباني ورکړي، په خپلو دریځونو کې نرمښت څرګند کړي، د مرکچي پلاوي ترمنځ ناستې دې افغانستان کې وشي او دواړه اړخونه دې له ځانه حسن نیت څرګند کړي، خوستي ځوانان او خلک چمتو دي، څو د سولې د خبرو کوربه توب وکړي.

8. افغان حکومت باید د واک انحصار له منځه یوسي او قوم پالنه او سمت پالنه باید و نه کړي، کورنۍ اجماع رامنځته او د واک د غځیدو لپاره باید سوله قرباني نه کړي.

9. افغان حکومت دې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ او د مصالحې شورا جوړښت کې باید داسې تغییرات راوړل شي، څو ټولو اړخونو ته د باور او منلو وړ وي.

10. دایمي اوربند، د ړندو بمباریو پای ته رسیدل، او د ځوانانو د ونډې زیاتیدل.

11. موږ د خوست ځوانان د اوسني نظام د ساتلو غوښتنه کوو او له قانوني لارو څخه په کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکي یوو. موږ همدارنګه له حکومت څخه غواړو، څو د سولې روان بهیر له خلکو سره شریک کړي.

12. له طالبانو څخه غواړو، څو اوربند وکړي او د آزادو ټاکنو له لارې واک ته ورسیږي.

13. طالبان دې پر خپل دریځ ټینګار نه کوي او له ځانه دې نرمښت څرګند کړي، دوی دې همدارنګه د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

14. له طالبانو څخه غواړو، څو د سولې په بهیر کې ښه نیت ښکاره او ملي ګټو ته ژمن پاتې شي. له دوې څخه همدارنګه غواړو، څو د افغانانو له وژلو څخه لاس په سر شي.

15. له نړیوالې ټولنې غواړو، څو پر طالبانو او حکومت د افغانستان د خلکو د ګټو پر بنسټ فشار وارد کړي، څو افغانستان کې اوربند او سوله وشي. له دوی همدارنګه غواړو، څو د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.

16. له اسلامي هېوادونو غواړو، څو د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل دریځ روښانه کړي او د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

17. له نړیوالې ټولنې غواړو، څو د افغانستان د سولې بهیر ته د پروژې نوم ورنکړي، په ریښتیني ډول سولې ته ژمن و اوسي، نړیوال تضمین وجود ولري او د افغانستان د سولې بهیر د نړیوالو لخوا حمایت شي او خپل بې پریتوب وساتي او د امریکا او طالبانو ترمنځ ټول تړونونه دې له افغانانو سره شریک شي. همدارنګه نړیواله ټولنه دې، د جنګي مجرمینو ملاتړ ته د پای ټکی کیږدي.

18. له ګاونډیو هېوادونو څخه جدي غوښتنه کوو، چې خپلې ټولې هڅې دې د افغانستان د سولې بهیر بریالیتوب لپاره وکاروي.

19. د سولې خبرو د څارنې په موخه کمیټه جوړه او ټول هغه خنډونه مشخص او حل لارې ورته پیدا کړي، چې د مرکچي پلاوو لخوا را پورته کیږي.

20. له نړیوالې ټولنې او اروپايي ټولنې څخه غواړو، څو پر پاکستان او ایران فشار راوړي، څو د افغانستان د سولې له بهیر سره ریښتیني مرسته وکړي او د مذاکراتي ډلو له یوه اړخ سره دې د افغانستان د ورانولو لپاره مرسته ونکړي.

21. د خوست خلک له نا امني، ښوونیزو، پراختیايي، روغتیايي، وزګاري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. جګړه د دې لامل شوې، څو د خوست ولایت خلک له رواني ستونزو څخه هم وکړیږي.

22. د افغانستان د سولې بهیر باید پټ نه وي، له ټولو افغانانو سره شریک شي. د سولې له بهیر څخه علمای کرام، متنفذین او ځوانان د یوې کمیټې د جوړولو او اجماع رامنځته کولو له لارې څارنه وکړي

.

و من الله توفیق

د ۱۳۹۹ د کب ۱۴ / د ۲۰۲۱ د مارچ ۴

خوست - افغانستان