سرلېک

د پکتیکا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د پکتیکا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د پکتیکا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه
د پکتیکا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د
۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې په ۸ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مارچ میاشتې ۲۸ مې سره برابره ده، د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه.

دا جرګه د پکتیکا ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ په مرسته په دريو برخو کې جوړه شوه: پرانیسته، د کاري کمېټو کارونه، د کاري کمېټو پرېکړو وړاندې کول او د پرېکړه لیک چمتو کول و.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري غړی سید جمال الدین آصف خیل وویل، چې په هېواد کې روانه جګړه پردۍ ده، او ژر تر ژره دې دا جګړه ختمه شي.

د جرګې بل غړی اسماعیل نصرت وویل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو رول کم رنګه ده او دا موږ ته د منلو وړ نه ده ځکه دا قشر تل په جګړه کې قرباني ورکړې ده.

د جرګې ګډونواله ډاکتر نظیفه وايي، چې د دې جنګ قربانیان ښځې او ماشومان دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره دا قرباني زیاتیږي.

بل لوري ته محمد حنیف وویل چې په هېواد کې جګړه د دې لامل شوې څو ټولنیز ازرښتونه له منځه لاړ شي او ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ د هېواد اقتصاد ته هم زیان رسیږي.

حمدالله همتیار په هېواد کې روانه جګړه د پردیو هېوادنو په ګټه ګڼي او ټينګار کوي چې په دې جګړه کې د سیمې هېوادونو شخصي منافع نغښتي دي او باید پایته ورسېږي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ تر دې مهاله د هېواد زیات شمېر  ولایتونو ته سفرونه کړي او هڅه کوي، څو د ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه د افغانستان حکومت، طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

د دې جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمېټو کار پیل او ټولو ګډونوال په لسو کاري کمېټو وویشل شول او شپږو موضوع ګانو په تړاو یې بحثونه وکړل. د کاري کمیټو مسوولین د کمېټو له غړو څخه غوښتنې او وړاندیزونه را ټول او د جرګې په درېیمه برخه کې یې ګډونوالو ته وړاندې کړل. په همدې وخت کې د کمېټو منشیانو د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک چمتو او ولوستل شو.


د پکتیکا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک

     په هېواد کې له تیرو څلورو لسیزو را په دې خوا بدمرغه او پردی جګړه روانه ده، چې قرباني یې عامو افغانانو ورکړې ده. دا چې دې جګړې زموږ د هېواد زیربنا، اقتصاد، پوهنه، روغتیا، ټولنیزې چارې، کلتور او ټول اړخونه زیات زیانمن کړي او حتی په بشپړ ډول یې له منځه وړي دي.

نړۍ او د نړۍ ځواکمنو قدرتونو هم د تاریخ په اوږدو کې زموږ د هېواد له دې حالت نه وخت په وخت په بیلابیلو نومونو سؤ استفادې کړي، خپل شوم اهداف یې پر مخ وړي او موږ یې قرباني کړي یوو.

په هر حال، خو دا چې په اوس وخت کې یو ځل بیا د سولې خبرې کیږي او د سولې فرصت رامنځته شوی، نو دا چې د وري په اتمه په پکتیکا کې په سلګونو پکتیکاوالو ځوانانو او خویندو د سولې په اړه غونډه وکړه او خپلې غوښتنې په لاندې ډول د دې پریکړه لیک له لارې په ۸ مادو کې وړاندې کوي:

۱. د دې لپاره، چې د سولې خبرو ته بشپړه زمینه برابره شي، د جنګ له ټولو ښکیلو اړخونو څخه د قاطع، عاجل سرتاسري او اوږدمهاله اوربند غوښتنه کوو.

۲. د نړیوالو، ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو سازمان تر څار لاندې دې په یو بې پرې هېواد کې له ټولو بهرنیو اغیزو پرته د جنګ د ښکیلو غاړو ترمنځ سوچه بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

۳. په هېواد کې دې داسې سوچه اسلامي او ملي نظام رامنځت شي، چې په هیڅ یوه اړخ پورې تړلی نه وي، اسلامي، ملي، کلتوري، سیاسي او نورو ټولو ارزښتونو ته په کې درناوی شوی وي او د هېواد تیرې لاسته راوړنې په کې خوندي وي او د ولسونو په خوښه او اراده رامنځته شوی وي.

۴. له ښکیلو خواوو څخه غواړو، چې د سولې خبرې په بشپړه توګه په صادقانه او ریشتني ډول پر مخ یوسي تر هرڅه وړاندې خپل در په در، وران هېواد او بې چاره ولسونه په نظر کې ونیسي، له ټولو بهرنیو فشارونو او د پردیو له اغیزې پرته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سولې پروسه په درست ډول د وخت له ضایع کیدو پرته مخ ته یوسي. یو بل وزغمي، یو بل ته متقابل درناوی وکړي، له شخصي ګټو نه تیر، ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي او انعطاف پذیري (تېریدنه) وکړي.

۵. دا چې د امریکا متحده ایالتونه او نړیوالې ټولنې زموږ په هېواد کې دغه روانه شل کلنه جګړه پیل کړي او اوس یې د سولې هڅې پیل کړي او غواړي، چې دا جګړه پایته ورسوي، نو باید په بشپړ ډول په مسئولانه ډول یې پایته ورسوي او د افغانستان تېر تاریخ ته په کتو سره موږ ته ناقصه سوله را نه کړي. بلکې امریکا، نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه، د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان او ورسره ګاونډي هېوادونه، د دوی تر څار لاندې په ګډه سره د افغان سولې لپاره رښتنی کار وکړي او د افغانستان معضله د تل لپاره حل کړي او په راتلونکي کې هم خپلې مالي مرستې د افغانستان د پرمختګ لپاره په دوامداره توګه وساتي.

۶. د سولې په خبرو کې د تیرو لاسته راوړنو په ځانګړي توګه د مدني حقونو ساتنه، د میرمنو د حقونو خوندیتوب، د بیان آزادي حق او یو شمېر نور حقونه باید جدي وګڼل شي او خوندي شي.

۷. د ټول هېواد په کچه د سولې په بهیر کې د ټولو سیاسي ادرسونو، دیني عالمانو، او قومي مخورو ترڅنګ باید د ځوانانو او میرمنو فعاله ونډه په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

۸. پکتیکا وال ځوانان د سولې اوسنی فرصت یو تاریخي زرین او طلایی چانس ګڼي، له دې فرصت نه باید په هېواد کې د څو لسیزو د بدمرغې جګړې د پایته رسولو لپاره ګټه پورته شي او که هر لوری د دغه فرصت په له منځه وړلو کې ناغیړي وکړي، هغه لوری به ولسونه راتلونکیو نسلونو او د هېواد تاریخ ته پړ او ملامت بولي.

ومن الله التوفیق

د پکتیکا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

پکتیکا – افغانستان

یکشنبه، د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري ۸ / د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مارچ ۲۸