د افغانستان منازعه او مصالحه
» د افغانستان منازعه او پخلاینه؛ د نوي نسل او ځوانانو
د غوښتنو ځانګړې څیړنه «
څیړنه « د افغانستان منازعه او پخلاینه؛ د نوي نسل او ځوانانو د غوښتنو ځانګړې څیړنه » د منځپانګې کیفي ارزونې په میتود ترسره شوی دی. دا څیړنه په افغانستان کې
د سولې د ټینګښت لپاره د نوي نسل او ځوانانو د کړنو، هڅو او غوښتنو د څیړلو، په لنډ
دول د افغانستان د سولې بهیرونو ته کتنه او په دوحه کې د افغانستان د سولې بهیر نه
بریالیتوب لاملونو ارزول او په افغانستان کې د اوږدمهاله کړکیچ او واک ترلاسه کولو
پر سر د شخړو د لاملونو څیړل دي، چې په څلورو څپرکیو کې ترتیب شوې ده. لومړۍ څپرکی،
د څیړنې نظري چوکاټ. دویم څپرکی، د واک پر سر شخړې او د افغانستان د سولې بهیرونو
ته کتنه. دریم څپرکی، د معلوماتو تحلیل؛ د نوي نسل او ځوانانو د غوښتنو موندلو په
موخه د پریکړه لیکونو تحلیل او ګروپي مرکې. بلاخره، څلورم څپرکی د څیړنې پایلې او
وړاندیزونو ته ځانګړی شوی دی.