سرلېک

د سولې غږ – زابل

کټګورې

ټګونه

د سولې غږ – زابل

د زابل یو شمېر ځوانانو او د نوي نسل پیژندل شویو څیرو د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۹، چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۲۰ سره برابره ده، د "سوله او ځوانان" تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او لاندې وړاندیزونه او غوښتنې یې وړاندې کړې:

1- زابل یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې تل په کې جګړه او نا امنۍ شتون درلوده او په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې یې له دې امله زیاتې قربانۍ ورکړي دي. موږ د دې ولایت له ټولو مشرانو او مخورو، چې د غیر مسوولو وسله والو او یا هم د طالبانو په خوځښت کې فعالیت کوي او یا هم د حکومت یوه برخه ده، غواړو، څو د سولې ټینګښت او د سولې بین الافغاني خبرو پیل لپاره هڅه وکړي؛

2- د زابل ولایت خلک په ځانګړې توګه د دې ولایت ځوانان هره ورځ د جګړې او نا امنیو له امله قربانۍ ورکوي. دا د دې لامل شوی، چې زموږ ځوانان او نوی نسل د زدکړو، ښوونې او روزنې له ډګر څخه لیري پاتې شي؛

3-  امنیت زموږ د بنسټیزو او مهمو حقونو څخه دی. له همدې امله موږ د زابل ولایت له خلکو، هم له ښځو او نارینه وو او په ځانګړې ډول د هېواد له نوي نسل څخه غواړو، څو خپل غږ پورته کړي او په یوه غږ د جګړې پایته رسیدو او سولې د خبرو پیل غوښتونکي شي؛

4-  د زابل خلکو په دې تپل شوې جګړه کې له هر چا ډیره قربانۍ ورکړې ده. د خپلو کورنیو غړي یې له لاسه ورکړې. خپل ملکیتونه یې له لاسه ورکړي دي. له خپلو سیمو کډوال او خواره شوي دي. موږ د زابل ځوانان له خپلو ټولو هېوادوالو غواړو، څو په دې برخه کې زموږ سره ګډ غږ اوچت کړي؛

5-  ځوانان د افغانستان د وګړیو د ستري برخې په توګه د سولې په خبرو کې هیڅ ډول ونډه نه لري او یا هم ډیره کمه ده. موږ غواړو، چې ځوانان د سولې په برخه کې فعالانه او اغیزناکه ګډون ولري، ځکه ځوانانو په دې جګړه کې ډیره قربانۍ ورکړې او هیڅ بل اړخ نشي کولای، څو له ځوانانو څخه استازیتوب وکړي او یا هم د هغوی له وضعیت څخه سم درک ولري؛

6-  د جګړې او نا امنیو په برخه کې زموږ د ځوانانو اصلي مسوولیت دا دی، څو د افغانستان په کلیو او بانډیو کې د روانې جګړې اصلي انځور نړیوالو او ارګ میشتو ته ښکاره کړو. دا تپل شوې جګړه زموږ نه ده، خو قرباني موږ ورکوو؛ اور د بل دی، خو په کې موږ سوځیږو. قرباني او سرښندنې زموږ دي، خو ګټې د بل دي. هیڅوک موږ ته سوله نشي راوستلای، خو تر هغه مهال، څو د افغانانو په محوریت د سوله غوښتونکې هڅې پیل نه شي؛

7- د سولې ټینګښت او د سولې خبرو لپاره د ځوانانو یوازینۍ آدرس  سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ دی. سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د ځوانانو په استازیتوب غوښتنه کوي، څو بیا ځلې نیابتي جګړې پر افغانانو و نه تپل شي او بیا ځلې قرباني نه شو.

په پای کې یو ځل بیا ټینګار کیږي، څو ورته غونډې او ناستې دوام وکړي او له ټولو عالمانو، مشرانو، استادانو، ځوانانو، کسبه کارانو او د هېواد له نورو وګړیو څخه غواړو، څو خپل د سوله غوښتونکې غږونه اوچت کړي او په دې برخه کې خپل ایماني او وجداني مسوولیت ترسره کړي. د امریکا له متحده ایالتونو، دولتي چارواکیو او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې خبرې بیا ځلې پیل او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هڅه وکړي او د افغانستان د سولې په بهیر کې له اغیز لرونکیو هېوادونو غواړو، څو د افغانستان د سولې د بهیر ښکیل اړخونه وهڅوي، څو بین الافغاني خبرې بیا ځلې پیل کړي.

 

په درنښت

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رسنیز دفتر