د
سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ د دارالانشاء ناسته جوړه شوه. دا ناسته، چې د
ګروپ د ډیرو غړیو، د ځوان فعالانو او نوي نسل د استازیو په ګډون سره په کابل کې
جوړه شوې وه؛ د لاندې موضوع ګانو اړوند یې خبرې او سلا مشورې وشوې:
1. د مخکینیو
فعالیتونو او په کابل، زابل او ارزګان ولایتونو کې د اړیکو ګروپ د ناستو ارزونه او
راپور؛
2. په پلازمینه او
ولایتونو کې د راتلونکیو فعالیتونو او پروګرامونو ترسره کول؛
3. اوربند او د
امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیلیدل، چې افغان دولت د دې خبرو اصلي
اړخ و اوسي. ( د درې اړخونو ناسته)؛
4. د سولې خبرو
لپاره د کورني اجماع رامنځته کولو په برخه کې د حکومت کمزوري؛
5. د دولت د مرکچي
پلاوي ټاکل، په دې پلاوي کې د ځوانانو او نوي نسل شتون او له طالبانو سره د سولې
خبرو له بهیر څخه د څارنې څرنګوالې.
په
درنښت
د
سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ د رسنیز
دفتر
۱۳۹۸
لمریز کال د لړم ۱۶ / د ۲۰۱۹
زیږدیز کال د نوامبر