سرلېک

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ مظاهره

کټګورې

ټګونه

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ مظاهره

په ننګرهار کې د اړیکو د ګروپ د اعتراضیه ناستې اعلامیه 

موږ ځوان فعالان، عالمان، مشران او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي، په ننګرهار ولایت کې د دې  غونډې په ترڅ کې لاندې غوښتنې لرو:

1 – موږ د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر تر ژره بیا پیلیدو غوښتنه کوو، چې په دې خبرو کې د افغانستان حکومت هم ګډون ولري ( درې اړخیزه خبرې)؛

2-  باید ژر تر ژره د افغانستان دولت مرکچي پلاوی وټاکل شي او همدارنګه په جدي ډول غوښتنه کوو، چې په دې پلاوي کې د ځوانانو او نوي نسل ریښتیني استازي په اغیزناکه ډول شتون او ګډون ولري؛

3- موږ د افغانستان دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې پر یو فوري اوربند هوکړه وکړي او درې واړو غاړو تر منځ د جګړې پایته رسیدو غوښتونکي یو، ځکه د دې جګړې اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي او پدې جګړه کې هره شپه او ورځ د دواړو لورو څخه ځوانان وژل کیږي؛ 

4- موږ د جګړې له اصلي اړخونو په ځانګړې توګه د افغانستان له حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د یو بل په وړاندې د کرکې، زورزیاتي او ناوړه ادبیاتو له کارولو څخه ډډه وکړي، څو د مینې او باور فضا رامنځته شي. همدارنګه د سولې د ټینګښت او د باور فضا پیاوړتیا په موخه له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو دواړه خواوې په خپل دریځ کې نرمښت او انعطاف څرګند کړي؛

5- موږ له هر ډول کړنو څخه چې پر بنسټ یې د جګړې ښکیلو غاړو (حکومت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک) ترمنځ د باور زیاتیدو او سالمې فضا رامنځته کیدو لامل کیږي، ستاینه او ملاتړ کوو. موږ په دې باور یوو، چې د زندانیانو وروستۍ تبادله، سولې ته د رسیدو په برخه کې مثبت ګام دی او همدارنګه غوښتنه کوو، څو نور زندانیان هم د یوه منظم او قانوني پلان پر بنسټ خلاص شي؛

6- موږ ځوان فعالان، مشران، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي، د ځوانانو او نوي نسل له نورو فعالانو سره یو ځای په مرکز او ولایتونو کې د ځوان فعالانو او نوي نسل له منځ څخه یو پلاوی رامنځته کوو، څو د سولې له خبرو او د مذاکراتو له پرمختګ څخه څارنه وکړي؛

7- په پای کې موږ د ننګرهار ولایت اوسیدونکي د جګړې له ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سوله غوښتنې او اوربند په لومړني ګام کې د ننګرهار ولایت د سولې او امن د کور په توګه اعلان کړي.

 

په درنښت

 ځوان فعالان، مشران، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي

ننګرهار - افغانستان- د امیر شهید باغ

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۲ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر ۱۲