سرلېک

د سولې غږ – لغمان

کټګورې

ټګونه

د سولې غږ – لغمان

 د لغمان ولایت یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.

د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د سولې او ځوانانو د غونډې پریکړه لیک - لغمان ولایت

پرېکړه لیک

موږ د لغمان ولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي؛ د سولې د خبرو او مذاکراتو بیا ځلې پیل او د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:

1. د لغمان ولایت خلک د نورو هېوادوالو په شان د جګړې او نا امنیو له امله زیات زیانونه ګاللي، چې د دې زیانونو ډېره برخه یې د جګړې په دواړو خواوو کې ځوانان وو او دي؛ نو په دې توګه موږ ځوانان او د دې ولایت اوسېدونکي د جګړې ښکیلو خواوو (د امریکا متحده ایالتونو، د افغانستان دولت او طالبانو تحریک) ترمنځ د جګړې پای او ژر تر ژره د اوربند غوښتنه کوو؛

2. موږ د لغمان ولایت ځوانان او خلک د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې خبرو او مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کوو، چې په دې مذاکراتو کې د افغانستان دولت هر اړخیز پلاوی او نور اغیزناکه افغانان ګډون ولري او د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د هر ډول ریښتینو هڅو څخه خپل ملاتړ اعلانوو؛

3. موږ د لغمان ولایت ځوانان د هېواد د نورو ځوانانو او نوي نسل استازو ترڅنګ، د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له دریځ څخه ملاتړ کوو او د افغانستان دولت، نړیوالې ټولنې او د طالبانو تحریک څخه غواړو، تر څو ځوانان د اغیزناکه ټولنییز قشر په توګه د سولې په مذاکراتو او خبرو کې مهم رول او د مخامخ څارنې ونډه ورکړل شي؛

4. په لغمان ولایت کې زیات شمېر ملکي خلک او کورنۍ په جګړو کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي، موږ د جګړې له ښکیلو خواوو (حکومت او طالبانو) غواړو، تر څو د خلکو له کورونو څخه د پټنځایونو په توګه ګټه وانخلي او د بې ګناه او ملکي خلکو د قربانۍ لامل نشي؛

5. موږ د لغمان ولایت ځوانان او خلک د هغه شپنیو عملیاتو، چې په پایله کې یې ملکي او بې ګناه خلک له منځه ځي، خپل مخالفت اعلانوو او له چارواکیو، په ځانګړې توګه له امنیتي بنسټونو څخه غواړو، څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي؛

6. په لغمان ولایت کې د جګړې له امله، زیات شمېر بې ګناه خلکو او کورنیو خپل کورونه پریښي او بې ځایه شوي دي. موږ د خلکو او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غواړو، تر څو بې ځایه شویو کورنیو ته ژر تر ژره پاملرنه وکړي؛

7. موږ د لغمان ولایت ځوانان او خلک د جګړې د ښکیلو خواوو ( افغان دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک) ترمنځ د باور رامنځته کولو هر ډول اقدام څخه، چې په پایله کې یې په هېواد کې تل پاتې سوله رامنځته شي، ملاتړ اعلانوو.

په درنښت

یو شمېر دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

لغمان - افغانستان

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۵ / د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر ۶