د
هلمند ولایت یو شمېر قومي مشران، دیني عالمان، ښځې، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان
د یوې غونډې په ترڅ کې، په هېواد کې د جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ د ژر تر ژره
اوربند او افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه او د سولې
په بهير کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او له دې بهیر څخه یې د هغوی پر څارنې ټینګار
وکړ.
په
دې غونډه کې د سولي لپاره د ځوانانو د
اړیکو ګروپ د دارالانشاء غړي انجینر توریالي هلمند، د هلمند ولایت فعال ځوان
عبدالعزیز کاروان، په هلمند کې د ځوان فکر مدني ټولنې مشر نور علي نوري، استاد جان
محمد شیرزاد، دیني عالم الحاج مولوی عبدالغفار، د هلمند ډاکټرانو د اتحادیې رییس
ډاکټر نورمحمد، د ګرشک د ځوانانو استازي نورالله مشعل، د ښځو د حقونو فعالې شهناز
فایز، په هلمند کې د ۲۱ قومونو مشر محمد نبي الفت، مدني فعالې فوزیه
علومي، د هلمند پوهنتون د محصلینو اتحادیې مشر عبدالوهاب زاهدي، په هلمند کې د غور
ولایت د محصلینو استازي اصف ضیاء او د فرهنګي او علمي مرکز مشر جاوید قاسمي هر یو
په خپل وار سره خبرې وکړې او د سولې پر ټینګښت، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د
پیل، په هېواد کې جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ د ژر تر ژره اوربند پیلیدل، د سولې په
بهیر کې د ځوانانو د ګډون او د ځوانانو څخه د یوه همه شموله پلاوي رامنځته کیدو په
تړاو یې خبرې وکړې، څو د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي او د غونډې پرېکړه لیک د
سردار محمد سمسور له لوري ولوستل شو.
په
درنښت
د
ویاندوی دفتر
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د ۱۳۹۸ د مرغومي ۱۳ / د ۲۰۲۰ د
جنوری ۳