د کونړ ولایت یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.
د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه
څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو
څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې
ګړندۍ کړي.
د سولې
او ځوانانو د غونډې پریکړه لیک – کونړ ولایت
موږ
د کونړولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې
ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د سولې او مذاکراتو په بهیر
کې د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:
1. د خوښۍ او خوشالۍ ځای دی، چې د امریکا متحده ایالتونو او د
طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې خبرو په پایله کې، د افغانستان د دردېدلو خلکو لپاره
د یوې اوونۍ اورکم نوی څپرکۍ رامنځته شو او موږ د دې بهیر غوښتونکي او ملاتړ
کوونکي وو او یو؛
2. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د اسلامي
جمهوري دولت او د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه څخه د ستاینې ترڅنګ هیله مند
دی، څو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک
وروسته، د بین الافغاني مذاکراتو بهیر، چې ډیر زیاد اړین دی، ژر تر ژره پیل شي؛
3. د کونړ ولس په څو لسیزو
کی د جنګ ډیره قرباني ورکړې او ورکوي یی، نوپدی توګه د جګړې په ښکیلو خواو غږ کوي،
چی سولې ته غاړه کیږدي او باید نور افغان وژنه ختمه او دايمي اوربند وشي؛
4. دا چی د جنګ یو اړخ بی روزګاره ده، د دې لپاره د کونړ ځوانان په
نړیواله مرستندویه بنسټونو او خصوصي سکتورونو غږ کوي، چی د کونړ ځوانانو لپاره
کاري فرصتونه برابر کړي؛
5. موږ د کونړ ولایت
ځوانان د هیواد نورو ځوانانو او نوي نسل استازي ترڅنګ د سولې په بهیر کی د ځوانانو
په ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دریځ ملاتړ څخه ملاتړ کوو او افغان
دولت نړیوالې ټولنې او د طالبانو څخه غواړو څو ځوانانو ته د اغیزمن قشر په توګه د
سولې په خبرو او مذاکراتو کې د رول ترڅنګ د مخامخ څارنې مسولیت ورکړل شي؛
6. د سولې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د استازو په نوم جهادي
تنظیمونه او د هغوی اړوند شخصیتونه، ازمویل شوي تکنوکراتان او حکومتي کارکونکي؛ زموږ (د ځوانانو او نوي نسل) استازي نه دي او له موږ څخه
استازيتوب نشي کولای؛
7. د کونړ ولسونه په کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه ښکاره تیری
ګڼي او ژر ترژره یې د بندیدو غوښتنه کوي.
په
درنښت
یو
شمېر دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د
اړیکو ګروپ ملاتړي
کونړ
- افغانستان
د ۱۳۹۸
لمریز کال د کب ۴ / د ۲۰۲۰
زیږدیز کال د فبروري ۲۳