سرلېک

د دوحې هوکړه لیک په اړه د اړیکو د ګروپ دریځ

کټګورې

ټګونه

د دوحې هوکړه لیک په اړه د اړیکو د ګروپ دریځ

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ، د افغانستان نوي نسل او ځوانانو ټول منلي خوځښت په توګه، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال زمري میاشتې په ۳۱ نیټه د لسګونه ځوان محوره بنسټونو او د افغانستان د نوي نسل استازو او ځوانانو سره په همغږۍ رامنځته او د تل پاتې، سراسري سولې بنسټیزه کولو او په افغانستان کې د سولې د خبرو او مذاکراتو څخه د ملاتړ په برخه کې یې هلې ځلې کړي او په پلازمینه او ولایتونو کې یې له زرګونه ځوانانو سره سلا مشورې کړي دي.

د " امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک او د بین الافغاني خبرو پیل" 

په تړاو د یو شمېر ځوان محوره خوځښتونو او سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ دریځ

 

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ، د افغانستان نوي نسل او ځوانانو ټول منلي خوځښت په توګه، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال زمري میاشتې په ۳۱ نیټه د لسګونه ځوان محوره بنسټونو او د افغانستان د نوي نسل استازو او ځوانانو سره په همغږۍ رامنځته او د تل پاتې، سراسري سولې بنسټیزه کولو او په افغانستان کې د سولې د خبرو او مذاکراتو څخه د ملاتړ په برخه کې یې هلې ځلې کړي او په پلازمینه او ولایتونو کې یې له زرګونه ځوانانو سره سلا مشورې کړي دي.

موږ یو شمېر ځوان محوره بنسټونه، د نوي نسل فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، له هغه خبرو او مذاکراتو څخه، چې په پایله کې یې په افغانستان سوله رامنځته او جګړه پایته ورسیږي، ملاتړ کوو؛ د سولې د بهیر د چټکېدو لپاره د لاندې مواردو غوښتونکي یو:

1. موږ د طالبانو تحریک او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د سولې هو کړه لیک د لاسلیک څخه هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوو، ترڅو په بین الافغاني خبرو کې د دې هوکړه لیک پر یو شمېر برخو ھر اړخیز بحث وشي۰

2. موږ په جدي ډول د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د کرکې ادبیات او ناغوښتل شوې جګړه پایته ورسوي. هغه جګړه کې، چې د افغانستان خلک هره ورځ شهیدان او ټپیان ورکوي، هیڅوک فاتح نه دی. نو په دې ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته، د طالبانو لخوا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې هر ډول پوځي عملیات، نه بښونکی جنایت دی.

3.  موږ د حکومت له مشرتابه او له ولسمشر څخه غواړو، چې د باور چاپیریال او ورورولۍ رامنځته کولو په موخه له هر ډول رکیکو او زشتو ادبیاتو د استعمال څخه، چې د سولې او مذاکراتو بهیر ته زیان رسوي ډډه وکړي۰

4.  ژر تر ژره اوربند او د بین الافغاني خبرو پیل: موږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو او همدارنګه د طالبانو له تحریک څخه په جدي ډول غواړو، چې ورور وژنه ودروي او پریږدي، چې بین الافغاني خبرې پیل او مثبتې پایلې ته ورسیږي. همدارنګه موږ له ښکیلو خواوو (د افغانستان حکومت او طالبانو له تحریک) څخه غواړو، څو د یوه بل په وړاندې هر ډول برید په ټپه ودروي او د پخلاینې او تل پاتې سولې ته رسیدو په موخه هڅې وکړي۰

5. په ملي کچه د سولې هوکړې ته مشروعیت ورکولو په موخه د یوې همه شموله لویې جرګې جوړول او همدارنګه په هېواد کې د سولې او جګړې پایته رسیدو د تضمین په موخه په نړیواله کچه په یوه بې پرې هېواد کې د یوه نړیوال کنفرانس جوړول۰

6.  د افغانستان د اسلامي نظام او د جمهوريت ساتل، له اساسي قانون څخه ملاتړ او د یوه همه شمولې لویې جرګې له لارې د هغه تعدیل؛

7. د بین الافغاني خبرو لپاره د همه شمول پلاوي رامنځته کول: موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یو همه شموله پلاوی، چې د حکومت دننه او بهر پیژندل شویو سیاسي خوځښتونو څخه په رښتیني ډول استازیتوب وکړي او همدارنګه د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل استازي په کې ګډون ولري.

 موږ د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک، له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، چې ځوان نسل ته د سولې په خبرو کې د اغیزناکه ګډون ترڅنګ، د دې بهیر څخه د څارنې حق هم ورکړي. د یادونې وړ ده، چې جهادي تنظیمونه او هغوی ته اړوند شخصیتونه، ازمایل شوي تکنوکراتان او حکومتي کارکوونکي، د سولې په بهیر کې زموږ (نوي نسل) استازي نه دي او زموږ استازیتوب نشي کولای۰

8. د افغانستان د وسله وال ځواک (ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت) ساتنه او ملاتړ او د یو ځانګړي میکانیزم له لارې په عمومي ډول د وسلو راټولول۰

9. له هېواده په مسوولانه ډول د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه ملاتړ او همدارنګه د همه شمولې لویې جرګې د پریکړو پر بنسټ د نوي پیژند پر اساس د امریکا متحده ایالتونو، نړیواله ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره د دوستانه او استراتیژیکو اړیکو او همکاریو دوام۰

10. موږ د افغانستان له ټولو ملګرو او مرستندویه هېوادونو څخه، چې په هېواد کې سولې راوستلو په برخه کې هڅې کوي، مننه کوو. د افغانستان خلک له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړي، خو په هیڅ ډول د سولې په بهیر کې د ناوړه لاسوهنې حق نه ورکوو. پخوانیو تجربو موږ افغانانو ته دا ثابته کړې ده، چې پاکستان هیڅکله موږ سره ریښتینی نه دی او په افغانستان کې د ریښتینې سولې پلوي نه کوي. نو په دې ډول موږ په جدي ډول د پاکستان له حکومت، په ځانګړې ډول د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړو، څو زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي؛

11. د یوه منطقي او منظم میکانیزم پر بنسټ د طالبانو د تحریک د زندانیانو خوشې کول: د طالب زندانیانو ازادیدل د افغانستان خلک یې اندیښمن کړي دي. نو په دې ډول موږ د افغانستان له حکومت او د امریکا د متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د باور چاپیریال رامنځته کولو او اعتماد جوړونې په موخه د طالب زندانیانو د ازادیدو په موخه یو منظم او منطقي کړنلاره جوړه او پلي شي، څو د یادو زندانیانو ازادیدل په هېواد کې د جګړې د زیاتیدو او دوام لامل نشي او پایله یې دا شي، چې په هېواد کې پخلاینه او د ورورولۍ او سولې چاپیریال رامنځته شي؛

12. د ښځو د زدکړې او کار کولو د حق څخه د ملاتړ او همدارنګه په سیاسي، مدني، ټولنییز، اقتصادي او پوځي برخو کې د ښځو، ځوانانو او نوي نسل له ګډون څخه د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د پریکړه لیک صادرول.

 

په درنښت

یو شمېر ځوان محوره خوځښتونه او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

رسنیزه غونډه – کابل - افغانستان

سه شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب ۱۳ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ ۳