سرلېک

سوله او اوربند – کابل

کټګورې

ټګونه

سوله او اوربند – کابل

نن یو ځل بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په #کابل کې د سولې د یو شمېر فعالانو سره د #سولې غوښتنې او له #جګړې څخه د کرکې غږ اوچت کړ. وړاندیزونه او غوښتنې مو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د افغانستان له حکومت، د طالبانو د اسلامي تحریک او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو سره په لاندې ډول شریکې کړې:

-------------------------------

د جګړې ضد او د سولې فعالانو د خبري ناستې اعلامیه

د ۱۳۹۹ لمریز کال د غویي ۳۰ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مې ۱۹ 

افغانستان ډیر حساس او غامض وضعیت  کې قرار لري، چې په هېواد کې د جګړې دوام د سولې بهیر له ناورین سره مخ کړی دی. دا وضعیت اړتیا لري، څو د رهبري په لویه کچه ملي اجماع او د نظر همغږي رامنځته شي. څو ورځې وړاندې موږ د ولسمشریزو ټاکنو د دوو مخکښو سیالانو ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک د لاسلیک لیدونکي وو، چې له میاشتو ناندریو وروسته، د دواړو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک سره د افغانستان خلک د رامنځته شوې ستونزې حل ته هیله مند شول.

موږ د جګړې ضد او سولې فعالان، د هېواد د حساس وضعیت په درک سره؛ لکه د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدل، د طالب او حکومت د زندانیانو د خلاصون پر وړاندې خڼډونه او د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل کې ځنډ او خڼډ؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې شورا د مشر په توګه د ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک او «د مصالحې عالي شورا» د جوړیدو هرکلی کوو او هغه د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د دوام او پایلې په برخه کې مهم او اغیزناکه ګام ګڼو او له ښکیلو خواوو څخه د لاندې مواردو د پلي کیدو غوښتنه کوو:

1. په هېواد کې د شخړو دوام؛ پر ملکي ځایونو او بنسټونو برید او د بې پرې خلکو ان د نویو زیږیدلو ماشومانو وژل، د هغوی پر لاملونو د افغانستان د حکومت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اختلاف شتون او د نړیوالې ټولنې چوپتیا د خلکو په منځ کې د ویرې د رامنځته کیدو او زیاتیدلو لامل شوی. موږ د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه غواړو، څو د ملکي خلکو د وژلو لاملین په جدي ډول وڅیړي او د دې پیښو د پټو اړخونو د روڼتیا غوښتنه کوو.

2. موږ د افغان حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ د پوځي عملیاتو د پیل او تاوتریخوالي زیاتیدل د هیڅ اړخ او د افغان ولس په ګټه نه ګڼو او له دواړو خواوو غواړو، څو په هېواد کې د تل پاتې سولې پیاوړتیا لپاره جدي اراده څرګنده کړي، نه د سولې بهیر د کمزورتیا په موخه.

3. موږ د جګړې ضد او سولې فعالان د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو پلمې لیري کړي او د تل پاتې سولې لپاره، اغیزناکه هڅې پیل کړي. همدارنګه د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې بهیر پیاوړتیا په موخه ملي اجماع رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي، څو د سولې خبرې مثبته پایله او د افغانستان د خلکو ښیرازۍ لامل شي.

4. موږ د سولې په بهیر کې له ښکیلو اړخونو په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د سیمه ایزې اجماع رامنځته کولو او پیاوړتیا او د خلاصې ډیپلوماسۍ په کارولو سره، د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو د اندیښنو د کمیدو لامل شي او هڅه وشي، څو د افغانستان د سولې بهیر پراخ او ټول ګډونه شي.

5. موږ د سولې په وړاندې د شته خڼډونو د لیري کولو غوښتنه کوو او له ښکیلو اړخونو غواړو، څو زندانیانو د خلاصون په ګډون د رامنځته شویو خڼډونو لیري کولو کې ژر تر ژره ګام پورته کړي او د جګړې او وینې تویونې ته د پای ټکی کیږدي او بین الافغاني خبرې پیل شي.

6. موږ د جګړې ضد او سولې فعالان، د ملي اجماع رامنځته کیدو او د مصالحې په عالي شورا او سولې بهیر کې د ښځو، نوي نسل او ځوانانو، ګوندونو، سیاسي خوځښتونو او مدني ټولنې د اغیزناکه او پام وړ مشارکت غوښتنه کوو.

7. موږ ژر تر ژره د طالبانو د تحریک لخوا د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتونکي یوو او د سولې یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره د جګړې ښکیلو خواوو د نیت څرګندتیا په موخه د اختر په ورځو او له هغه وروسته د اوربند غوښتنه کوو.

و من الله توفیق

د جګړې ضد او سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

کابل – افغانستان