سرلېک

سوله او اوربند – کونړ

کټګورې

ټګونه

سوله او اوربند – کونړ

د جګړې ضد او د سولې فعالانو خبري ناسته – کونړ ولایت

د ۱۳۹۹ کال  د غویي ۳۱/  د ۲۰۲۰ کال د می ۲۰

 

په کونړ ولایت کې د جګړې ضد او د سولې فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د دې ولایت یو شمېر سیاسي، فرهنګي او  مدني فعالان، په هېواد کې د سولې غوښتنې غږ اوچت کړي او د اورکم او اوربند غوښتنه یې وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشا غړی ساجد الله افغانمل د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د خبري ناستې اړوند معلومات شریک کړل.

د خبري ناستې په بله برخه کې د ناستې ګډونوالو هر یو؛ د پوهنتون استاد محترم عنایت الله، د پوهنتون استاد راحت الله صافي، د پوهنتون استاد حنیف الله صافي، مدني فعال شعیب غروال، مدني فعال آصف ننګ قاضي خیل،استاد ذاهدالله سرتور او د کونړ ولایت مدني فعال صادق الله خبرې وکړې، چې په لاندې کې په مفصل ډول بیانیږي:

• د ولسمشر محمد اشرف غني او د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک څخه ملاتړ کوي، او دا د سولې بهیر د چټکیدو لپاره اړین ګڼي؛

• په هېواد کې د جګړې دوام، پر ملکي سیمو او ځایونو بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل په هیڅ ډول موږ ته د منلو نه دي. په پکتیا کې برید، په ننګرهار کې برید، په کابل کې پر روغتون برید، او نورو سیمو کې لسګونه افغانان ووژل شول. دا افغان وژنه باید ودرول شي؛

•  موږ تر هرڅه زیات سولې ته نیږدې شوي یوو. خو متاسفانه کورنۍ او بهرنۍ کړۍ غواړي، چې په افغانستان کې سوله و نشي. د طالبانو لخوا د جګړې دوام او همدارنګه د حکومت لخوا د جګړې او عملیاتو اعلان د دې ښکارندوي کوي، چې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سوله وشي. دا کړۍ باید روښانه او څرګندې شي؛

• د جګړې ښکیلې خواوې باید ژر تر ژره د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي. د زندانیانو ازادیدل باید بیرته پیل شي؛

• افغان حکومت او طالبان باید د مخامخ خبرو پیلیدو لپاره هر ډول د باور جوړونې کړنې ترسره کړي. د کرکې ادبیات پایته ورسوي. د اعتماد جوړونې زمینه برابره کړي؛

• د سولې بهیر لپاره باید د افغان حکومت او دولت لخوا پیاوړې اجماع رامنځته شي، چې ټول ګوندونه، ډلې، خوځښتونه، قومونه، مدني ټولنې، ښځې او ځوانان باید په کې ګډون ولري. هیڅ اړخ او قشر باید له دې بهیر څخه بهر و نه ساتل شي. د مصالحې ملي شورا په مشرۍ باید پیاوړې اجماع رامنځته شي؛

• د کونړ ولایت د خلکو بنسټیزه غوښتنه اوربند دی، چې د جګړې ټول ښکیل اړخونه باید اوربند ته غاړه کیږدي او هڅه دې وشي، څو د اختر په ورځو کې لږ تر لږه اوربند وکړي، څو ټول افغانان اختر په خوشحالۍ کې تیر کړي.

خبري ناسته د اعلامیې په لوستلو سره پایته ورسیده.

په درنښت

د جګړې ضد او د سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو دا ړیکو ګروپ

کونړ - افغانستان