رسنیزه
اعلامیه
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، له څه باندې یوه کال راهیسې، د سولې په بهیر
کې د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او واحد غږ رامنځته کولو کې
هلې ځلې کوي. د اړیکو ګروپ له حکومتي آدرسونو بهر د یوه خپلواک آدرس په توګه تر
اوسه یې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د جرګو، غونډو او کنفرانسونو په
جوړولو سره د پخلاینې په بهیر کې د نوي نسل ریښتینې غږ رامنځته کولو په هڅه کې دي.
د
اړیکو ګروپ د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبري کمیټې له لومړنۍ ناستې څخه ملاتړ کوي
او هیله لري، څو دا آدرس پیاوړی شي او د هېواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د
افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د تحریک ترمنځ سولې بهیر چټک کړای شي.
د
اړیکو ګروپ د سولې په بهیر کې د افغانستان د ځوانانو د ننګ یا عدالت غوښتنې د محور
او واحد غږ په توګه، د پخلاینې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د ګډون او د ملي
اجماع رامنځته کولو او په دې شورا کې ټول شموله جوړښت د رامنځته کولو غوښتنه کوي.
په
درنښت
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ ۱۵ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۵