سرلېک

د نوي نسل او ځوانانو د سولې لومړنۍ جرګه – لوګر ولایت

کټګورې

ټګونه

د نوي نسل او ځوانانو د سولې لومړنۍ جرګه – لوګر ولایت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې لومړنۍ جرګه په لوګر ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو  ګروپ لخوا د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۶ جوړه شوه. په دې جرګه کې د لوګر ولایت نوي نسل او ځوانان د سولې د بین الافغاني خبرو پر پیلیدو د ټینګار تر څنګ د جګړې پایته رسیدو او د سولې غوښتونه وکړه.

دا جرګه درې برخې درلودل، لومړی د غونډې او جرګې پرانیستنه وه، وروسته بیا د جرګې ګډونوالو ترمنځ په بیلابیلو کمیټو کې د اجندا سره سم بحث او خبرې وشوې. په پای کې ترسره شوي بحثونه د کمیټو د استازو لخوا وړاندې شول او جرګه پایته ورسیده

پریکړه لیک

په لوګر ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

موږ د لوګر ولایت یو شمېر ځوانان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه کې، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۶ نیټه د پنجشنبې په ورځ سره را جرګه شوي وو او د سولې په روان بهیر کې له افغان حکومت، د طالبانو تحریک او له نړیوالې ټولنې څخه د ځوانانو پر غوښتنو، د افغانستان د جګړې د پایته رسیدو پر څرنګوالي، په دې ولایت کې له جګړې څخه راټوکیدلو زیانونو او د سولې له بهیر څخه د ځوانانو څارنیز ګروپ رامنځته کیدلو په تړاو خبرې او سلا مشورې وکړې او لاندې پریکړو ته ورسیدلو:

 

۱. موږ د لوګر ولایت اوسیدونکي له روانې جګړې څخه د نورو هېوادوالو په پرتله زیات زیانمن شوي یوو. موږ له اقتصادي، ښوونیز او کرنیزو ستونزو سره مخ شوي یوو. نو له همدې کبله د دې جرګې له لارې پر افغان حکومت، د طالبانو پر تحریک او په جګړه کې پر نورو ښکیلو خواوو غږ کوو، څو ژر تر ژره دې اوربند وکړي؛

۲. موږ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ګډونوال د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو په خپلو دریځونو کې نرم والی راولي او د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل پر وړاندې دې ټولې پلمې له منځه یوسي؛

۳. موږ په لوګر ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل کړي او همدارنګه له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، د اسلامي کنفرانس  او ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتنه کوو، څو د طالبانو پر تحریک او افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پیل کیدو لپاره فشار زیات کړي؛

۴.موږ د لوګر ولایت اوسیدونکي له افغان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو ځوانانو ته د سولې په بهیر کې ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی ته د دې بهیر د څارنې حق ورکړي؛

۵. موږ د جرګې غړي د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو له بنسټیزو حقونو څخه ملاتړ او غوښتنه کوو، څو د سولې په بهیر کې ښځو او ځوانانو ته اغیزناکه رول ورکړل شي؛

۶. موږ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ګډونوال هڅه کوو، څو د لوګر ولایت د کلیو او بانډو په کچه ځايي څارنیزې ډلې رامنځته کړو، څو وکولای شي، چې د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي؛

۷. موږ د جرګې ګډونوال پر افغان حکومت غږ کوو، څو ژر تر ژره دې د مشورتي سولې لویې جرګې پریکړې پلي او ژر تر ژره دې پاتې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي؛

۸. له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، څو د افغانستان د سولې بهیر ټولو افغانانو ته څرګند کړي او موږ ته په دې بهیر کې ابهام او ناڅرګندتیا په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده؛

۹. مونږ د جرګې ګډونوال د ټولو هغه اشخاصو، هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له هڅو څخه، چې د هېواد د سولې بهیر کې له شخصي اهدافو پرته ترسره کوي؛ مننه او ملاتړ کوو، خو هیڅ فرد، هېواد او ګاونډي ته اجازه نه ورکوو، څو د افغانستان د سولې له بهیر څخه ناوړه ګټه واخلي.

 

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د وږي ۶/ د ۲۰۲۰ د اګست ۲۷

لوګر – افغانستان