سرلېک

د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۶ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۶ سره برابره ده، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوه. په دې جرګه کې د دې ولایت د ۲۸ اداري واحدونو څخه سلګونه ځوانانو ګډون کړی وو.

د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې، چې لومړۍ برخه یې د جرګې پرانیستنه وه، چې په کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیالې عطیه مهربان، د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده، د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین، سید نورالله باعث، آصفه کریمي او ستورۍ یزدان پرست ویناوې وکړې.

 دویمه برخه کې د کمیټو کارونه او دریمه برخه کې د کاري کمیټو وړاندیزونه او غوښتنې وې، چې د کمیټو د مسؤلینو لخوا وړاندې شول. همدارنګه د جرګې د لسګونه کمیټو منشیانو د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او وړاندې کړ.

په پای کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د جرګې ټولو ګډونوالو ته "د سولې سفیر" لقب ورکړل شو.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مشرتابه د دې جرګې د جوړونکي ډلې څخه ستاینه وکړه او د هغوی د نه ستړي کیدونکیو هلو ځلو څخه مننه کوي.

د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     موږ د بدخشان ولایت ځوانان د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې په جرګه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۶ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۶ سره سمون خوري، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، ګډون کړی او د سولې په بهیر کې د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې څخه د بدخشان ولایت ځوانانو غوښتنې، په هېواد کې د جګړې پایته رسیدو پر څرنګوالي او په دې ولایت کې له جګړې څخه د را ټوکیدلو زیانونو په اړه خبرې او لاندې پریکړې وکړې:

۱. موږ ځوانان د پراخ بنسټه او ټول شموله سولې غوښتونکي یوو، چې د اسلامي او انساني ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شي؛

۲. موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو د اغیزناکه ګډون غوښتنه کوو؛

۳. موږ د اساسي قانون د ساتنې، د سولې په بهیر کې د بیلابیلو قومونو د ګډون، د ۱۹ کالو د لاسته راوړنو ساتنه، عدالت، یوشانوالي او د سولې په بهیر کې د مختلفو قومونو د ګډون غوښتنه کوو؛

۴. موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو سولې ته لومړيتوب ورکړي؛

۵. موږ د افغانستان له سیاستوالو غواړو، څو له طالبانو سره له خبرو وړاندې په خپل منځ کې اجماع او سوله وکړي او هوکړې ته ورسیږي؛

۶. موږ غواړو، چې بین الافغاني مذاکرات د رسنیو پر وړاندې په څرګند ډول تر سره شي او د افغانستان خلک له دې بهیر څخه معلومات ولري؛

۷. موږ د افغانستان اسلامي جمهموريت څخه غواړو، څو د دولت مرکچي پلاوي په مشرتابه کې اغیزناکه، وړ او مدیر کسان وټاکي؛

۸. موږ د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو د ولسواکۍ او نویو اصولو ته درناوی وکړي او د خبرو پر مهال د هغوی لخوا د اورکم د پلي کولو غوښتنه کوو؛

۹. موږ د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د سولې بهیر ته ژمن پاتې شي او د دې بهیر پر وړاندې د خنډونو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي؛

۱۰. موږ د جګړې له ښکیلو لوریو څخه د دوه اړخیز اوربند غوښتنه کوو؛

۱۱. موږ د خبرو پر مهال د حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو له نرمښت څخه کار واخلي او د خبرو اړوند خپل حسن نیت خلکو ته څرګند کړي؛

۱۲. موږ له نړیوالې ټولنې، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو په افغانستان کې خپلي نیابتي او استخباراتي جګړو ته د پای ټکی کیږدي؛

۱۳. موږ له اسلامي هېوادونو څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې بهیر او جګړه کې له دین څخه د تاوتریخوالي له تفسیرولو څخه ډډه وکړي او له موږ سره سولې ته د رسیدو په برخه کې همکاري وکړي؛

۱۴. موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې له بهیر څخه په جدي او کره ډول څارنه وکړي؛

۱۵. موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه غواړو، چې ټولو هغو کسانو ته پناه ځایونه ور نه کړي، کوم چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جنایتونه ترسره کړي وي؛

۱۶. موږ د مذاکره کوونکو څخه هیله کوو، چې د خبرو پر مهال اغیزناکې څیرې، سیاسي ګوندونه، او ټولنېزې ډلې له پامه و نه غورځوي؛

۱۷. په بدخشان ولایت کې جګړه د دې لامل شوې، چې انجونې له زده کړو بې برخې، په زوره واده شي، کرکیله له منځه تللې او د دې ولایت اقتصاد پرمختګ نه دی کړی.

۱۸. په بدخشان ولایت کې جګړه د دې لامل شوی، چې طبعیي زیرمې په غیر قانوني توګه لوټ او وویستل شي.

۱۹. جګړې په بدخشان ولایت کې د خلکو څخه روغتیايي امکانات او هوساینه اخیستي ده.

۲۰. موږ د سولې په خبرو کې د ځوانانو د اغیزناکه رول غوښتنه کوو او له ځوانانو څخه غواړو، څو له دې بهیر څخه په جدي ډول څارنه وکړي.

 

درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

۱۳۹۹ لمریز کال د وږې میاشتې ۱۶ / د ۲۰۲۰ کال سپټمبر ۶