سرلېک

د بامیان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د بامیان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بامیان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په بامیان ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۱۵ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د اته اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

 یادې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین په وینا پیل او نوموړي د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې اوس مهال د سولې په بهیر کې بې سارې فرصت ترلاسه شوی او د جګړې ښکیلې خواوې باید د افغانستان د بې پایلې جګړې پایته رسیدو لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخلي. د جرګې لومړۍ برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده د اړیکو د ګروپ فعالیتونو په اړه رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان جګړه هیڅ ګټونکی نه لري او هیڅوک نشي کولای نور حذف کړي. همدارنګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشا غړی وحیدالله سهیل، محمد عالم فاضل، نظیفه حیدري، وحیده سمر، امیر کوثري او سید عزیز فرهمند د سولې پر اهمیت او په دې بهیر کې د ځوانانو پر مسوولیتونو خبرې وکړې. د جرګې د پرانیستنې په بله برخه کې د بامیان ولایت د سمر آشیانه ماشومانو د سولې سندره وغږوله او د جرګې دویمه برخه پیل شوه.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۲۵، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر له ۱۵ سره برابره ده، د بامیان ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۸ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې.

۱. موږ د جګړې له ښکیلو خواو څخه د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوو؛

۲. موږ په افغانستان کې د وروستیو شلو کلنو لاسته راوړنو، د خلکو رايو پر بنسټ او د جمهوریت نظام ساتنه، په اساسي قانون کې د وګړیو د بنسټیزو حقونو او د دیني قوانینو د اعتدال، د لږکیو، د محرومو وګړیو او د ښځو حقونو د ساتنې غوښتونکي یو؛

۳. موږ د سولې په بهیر کې د ځوانان د اغیزناکه ګډون غوښتونکي یو؛

۴. موږ د جګړې له ښکیلو خواو څخه غواړو، څو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د ترلاسه شوي فرصت څخه د دوامداره او با عزته سولې لپاره ګټه واخلي؛

۵. موږ د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه غواړو، چې د خبرو پر مهال ملي ګټې په پام کې ونیسي، پر یو بل د بریالیتوب هڅه دې نه کوي او دواړه لوري دې په خبرو کې نرمنښت څرګند کړي؛

۶. موږ د طالبانو تحریک، د افغانستان حکومت او سیاستوالو څخه غواړو، چې د سولې په بهیر کې رښتیني و اوسي او په خپلواک ډول او د بهرنیو له فشار پرته دې عمل وکړي؛

۷. موږ له ګاونډیو او د سولې په بهیر کې له ښکیلو هېوادنو څخه غواړو، چې له فشار اچولو او لاسوهنې څخه ډډه وکړي او افغانان پریږدي، چې خپل راتلونکی په خپله وټاکي؛

۸. موږ له خپلو نړیوالو ملګرو څخه غواړو، چې له افغانستان سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او نه دې پرېنږدي، چې په افغانستان کې نوې ترهګریزې ډلې رامنځته شي؛

۹. موږ د امریکا له متحده ایالاتونو او نورو نړیوالو او سیمه ایزو ملګرو څخه غواړو، چې پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو پورې د بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول د پوځي او امنیتي ځواکونو ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان خلک دې یوازې نه پریږدي؛

۱۰. موږ د افغانستان له نوي نسل او ځوانانو څخه غواړو څو په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل رول ترسره او د سولې بهیر څخه ملاتړ او څارنه وکړي.

۱۱. موږ د طالبانو تحریک او د افغانستان حکومت څخه غواړو، څو د کابل ــ بامیان لویې لارې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او په لارو کې د عامو خلکو د تلاشي کولو او زورونې مخنیوی وکړي؛

۱۲. موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو، څو د مالي سرچینو د ځانګړي کولو په برخه کې دې د متوازنې پراختیا اصل په پام کې ونیسي او ځوانانو ته دې د کارموندنې په برخه کې اړین ګامونه اوچت او د کډوالۍ او نورو هغه لاملونو، چې د جګړې د زیاتیدو لامل کیږي، مخنیوی وکړي؛

۱۳. موږ د جګړې له ښکیلو اړخونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو د سولې په بهیر کې د باور جوړونې او روڼوالي په موخه، ملي او بې پرې بنسټونو، رسنۍ، مدني ټولنو او د بشري حقونو بنسټونو ته د سولې له بهیر څخه د څارنې زمینه برابره کړي

په درنښت

د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

۱۳۹۹ لمریز کال د وږې ۲۵ / د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۱۵