سرلېک

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

 

په بلخ ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۹، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۳۰ سره برابره ده، د مزار شریف په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې فروزان آریا پروګرام پیل او وروسته بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر مسوولیتونو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د ټول غوښتنو او انحصار په مانا نه ده، د جګړې ښکیلې خواوې باید له نرمښت څخه کار واخلي او داسې پراخ بنسټه هوکړې ته ورسیږي، چې په هېواد کې د جګړې له دوام څخه مخنیوی وکړي. د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین، نصیره ثمر، هجرت الله همدرد، ډاکټر محمد حنیف لطفي، ریحانه رابع، سید اسماعیل بلخي، اجمل آرین او استاد محمد نسیم مومند ویناوې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۹ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۳۰ سره برابره ده، په بلخ ولایت کې د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او خپلې پریکړې او غوښتنې یې د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول کړې:

1.موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو د ریښتینو استازو د ګډون غوښتونکي یو؛

2.موږ د سولې بهیر کې د ښکیلو خواوو څخه د ملي ګټو، اسلامي او انساني ارزښتونو په رڼا کې د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو د ساتلو غوښتونکي یو؛

3.موږ د سراسري، تل پاتې او با عزته سولې غوښتونکي یوو، چې په کې د اسلامي او انساني ارزښتونو ساتنه او د وګړیو، د ښځو حقونه، قومي، مذهبي توپیرونه او د لږکیو حقونه رعایت شي؛

4.موږ له ښکیلو اړخونو؛ له افغان حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې له ځانه نرمښت وښيي او ټولییز هوکړې ته د رسیدو لپاره په ریښتیني ډول هڅه وکړي؛

5.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د وګړیو حقونو او مذهبي او قومي توپیرونو ته درناوی وکړي او خپل فردي او ډله ایزې غوښتنې پر نورو و نه تپي؛

6.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د افغانستان خلکو د دوه وروستیو لسیزو لاسته راوړنو ته درناوی وکړي او د سولې په خبرو کې خپل نیک نیت څرګند کړي؛

7.موږ له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو پراخ بنسټه، ګډ او سراسري حکومت د جوړولو لپاره، چې په کې د افغانستان د خلکو مادي او معنوي ارزښتونه خوندي وي، هڅه وکړي؛

8.موږ د جګړې له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو د اسلام مبارک دین او عام وګړیو څخه د سولې په خبرو کې ناوړه ګټه وا نخلي؛

9.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو خپل مرکچي پلاوي ټول شموله جوړ کړي، چې په کې ښځې او ځوانان په فعال او اغیزناکه ډول ګډون ولري؛

10.موږ له نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سولې په بهیر کې له ښکیلو هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا له متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د سولې بهیر اجرايي تضمین ورکړي؛

11.موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د افغانانو د خپل منځي خبرو پایلې ته رسیدو لپاره، د جګړې پر ښکیلو خواوو دیپلوماتیک فشار وارد کړي؛

12.موږ د امریکا له متحده ایالتونو او نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو په افغانستان کې قراردادي د سولې هوکړه و نه کړي او تل پاتې سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي؛

13.موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د جګړې د قربانیانو کورنیو څخه ملاتړ او ښوونیزې مرستې وکړي؛

14.موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي او پریږدي، چې افغانان په خپلواک ډول تل پاتې هوکړې ته ورسیږي؛

15.موږ له اسلامي او خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو هغه هوکړې ته درناوی وکړي، چې د افغانانو خپل منځي خبرو کې ترلاسه کیږي او له سیاسي او استخباراتي لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

16.د افغانستان د نوي نسل د همپالني او همغږۍ په موخه د ځوانانو د سولې مشورتي جرګو جوړول؛

17.موږ د سولې خبرو څخه د څارنې په موخه د ځوانانو د استازو د خپلواک او ځانګړي کمیسیون جوړول غواړو؛

18. د سولې نه شتون له امله د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د بلخ ولایت خلک د ګڼ شمېر ستونزو لکه: نا امني، وزګاري، نفاق ته لمن وهل، قومي تعصب ته لمن وهل، د غیر مسؤلو وسله والو زیاتوالی، په رڼا ورځ کې غلاوې، د ښوونیزو او عام المنفعه ځایونو ورانول، د ملکي او پوځي مرګ ژوبلې زیاتوالی، د عشر او ذکات په نوم له خلکو څخه باج اخیستل، د لویو لارو نا امني، له زدکړو څخه د ځوانانو بې برخه کیدل او ویرې سره مخ دي، چې روحي او رواني ناروغیو د رامنځته کیدو لامل شوی.

19.د افغانانو خپل منځي خبرو څخه د افغانستان خلکو خبرولو په موخه، په بې ساري ډول د رسنیو ګډون.

په درنښت

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه

د۱۳۹۹ د تلې ۹ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر ۳۰