سرلېک

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

 په پکتیا ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د ګردیز په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې سید جمال الدین آصف خیل د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د افغانستان د خلکو بنسټیزه اړتیا ده او دواړه خواوې باید سوله ایز افغانستان لپاره ریښتینې هڅې وکړي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري پلاوی غړي احسان الله حکمت وايي، چې د افغانستان جګړه په کلیو کې د ښارونو په پرتله زیاته ده او د دې سیمو خلکو له جګړې څخه ډیر زیانونه لیدلي دي. نوموړي همدارنګه د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، چې د کرکې او جګړې ادبیاتو له کارولو څخه ډډه وکړي او خپلو دریځونو کې دې نرمښت څرګند کړي. د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې عبدالقدیر حماس، جمعه ګل افغان، خالد ځدران، احمدالله احمدي او اصغر مجاهد ځاځي ویناوې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د پکتیا ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۵ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې: 

۱. افغان ځوانانو ته دې په مذاکراتي ډله کې ګډون ورکړل شي او د ځوانانو تیرو شل کلنو لاسته راوړنې دې قرباني نه کړي؛

۲. اسلامي شریعت باید له نظره و نه غورځول شي او د سولې هوکړه لیک دې د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره شي؛

۳. د سولې بهیر دې همه شموله وي؛

۴. د افغانستان حکومت او طالبان دې په خپلو دریځونو کې نرمښت او انعطاف څرګند کړي او یو بل ته دې د ورور په سترګه وګوري؛

۵. د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې بهیر کې شهیدانو او د جګړې قربانیانو کورنیو ته دې ونډه ورکړي؛

۶. افغان حکومت دې د هغه کسانو مخه ډب کړي، چې د سولې په بهیر کې شخصي ګټو ته ارجحیت ورکوي؛

۷. د جمهوریت پر نظام دې معامله ونشي او تل پاتې اوربند دې وشي؛

۸. افغان ځوانان دې په خپلواک ډول له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د طالبانو له تحریک، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو له طالبانو سره د افغان ځوانانو د مخامخ خبرو ترسره کولو لپاره زمینه مساعده کړي؛

۹. د سولې بهیر دې له طالبانو سره په ریښتیني ډول پر مخ یوړل شي او ملي ګټې دې له پامه و نه غورځول شي؛

۱۱. له طالبانو غواړو، څو ژر تر ژره اوربند وکړي او د جګړې له دواړو ښکیلو خواوو غوښتنه کوو، څو د افغانانو له وژلو، چې د هېواد دښمنان ورڅخه ګټه اخلي؛ لاس واخلي.

۱۲. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د اسلام له نظره د ښځو حقونه دې د سولې مذاکراتو پر مهال په پام کې ونیسي او اجازه ورکړي، څو هغوی تعلیم او کار وکړي؛

۱۳. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د افغانستان ملي شتمني «ښوونیز مرکزونه او ټول ګټې پروژې» خرابې نکړې او اجازه ورکړي، څو ټول ګټې پروژې بشپړې شي؛

۱۴. له افغان حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو په ګډه د ملکي وګړیو او افغانانو د وژنې او زورونې مخنیوی وکړي؛

۱۵. له طالبانو څخه غواړو، څو د پردیو او ګاونډیو هېوادونو تر فشار لاندې را نشي او خپلې اړیکې دې له ټولو ترهګریزو ډلو سره پرې او په خپلواک ډول دې پریکړې وکړي؛

۱۶. د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې په بهیر کې ریښتیني و اوسي او دا بهیر دې بریالیتوب ته ورسوي او همدارنګه له دوی څخه غواړو، څو خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛

۱۷. له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو له هر ډول ګټو پرته دې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي او پر افغان حکومت او طالبانو دې فشار راوړوي، څو دا بهیر بریالی شي؛

۱۸. د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د هر ډول بهرنیو لاسوهنو څخه، چې د افغانستان سولې بهیر له خنډ سره مخ کوي، مخنیوی وکړي؛

۱۹. د سولې په بهیر کې دې ځوانان بیلابیل پروګرامونه په لاره واچوي، او په طالبانو او حکومت دې فشار واچول شي، څو مذاکرات بریالي شي؛

۲۰. نړیواله ټولنه، اسلامي او ګاونډي هېوادونه دې د سولې هوکړې د پلي کولو تضمین وکړي؛

۲۱. پکتیا ولایت د جګړو له امله ځپل شوی او د دې ولایت ټولو وګړيو ژوند له ګواښ سره مخ  او بیلابیلو اقتصادي، ښوونیزو، کرنیزو او پراختیايي برخو کې زیان لیدلی دی.

۲۲. د افغانستان په کچه د ملي اجماع رامنځته شي، څو د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي.

 

و من الله توفیق

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

پکتیا – افغانستان

د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې ۲۳ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر ۱۴