نوی
نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات - کندهار
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د ۱۳۹۹ لمریز کال د
تلې میاشتې په ۲۸ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۹ سره
برابره ده، په کندهار ولایت کې د یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په ګډون «د سولې
بهیر او بین الافغاني مذاکرات» اړوند مشورتي ناسته جوړه کړه.
په
پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړی محمد همدرد پروګرام پیل او
زیاته یې کړه، چې د جګړې ښکیلې خواوې څخه هیڅ یو به یې ګټونکی نه وي، نو حکومت او
طالبان باید په یوه فوري اوربند هوکړه او د دوحې خبرې دې مخ ته یوسي. د غونډې بل
ګډونوال حافظ الله پوپل وايي، چې د جګړې ښکیل اړخونه نه باید خپل شخصي او ډله ایزې
غوښتنې د بین الافغاني خبرو پر مهال پر یو بل وتپي. د بین الافغاني خبرو د اړیکو
ډلې باید ژر تر ژره د خبرو کړنلاره وروستۍ او خبرې دې پیل شي. د غونډې بل ګډونوال
عبدالمنان عاطف بیا وايي، چې د سولې په خبرو کې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل
شي. د غونډې په دوام کې شراف الدین شرافت، شګوفه عرفان او نورو ګډونوالو د سولې او
بین الافغاني خبرو په تړاو خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې او د سولې پر ټینګښت او
جګړې پایته رسیدو باندې یې ټینګار وکړ.
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشرتابه د سولې په بهیر کې د ځوانانو او نوي
نسل د واحد آدرس او غږ رامنځته کولو په موخه، تر اوسه د هېواد ۲۰
ولایتونو ته سفرونه کړي او د همدې موخې لپاره یې لسګونه پروګرامونه، د سولې ولایتي
جرګې، کنفرانسونه، خبري او مشورتي ناستې او لاریونونه په لاره اچولي دي.