سرلېک

اوربند او دایمي سوله- جوزجان

کټګورې

ټګونه

اوربند او دایمي سوله- جوزجان

اوربند او دایمي سوله- جوزجان

د جوزجان ولایت مدني ټولنو، قومي مشرانو او ځوانانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د  غبرګولي ۳۰مه نېټه،چې د ۲۰۲۱کال د جون میاشتې له ۲۰ سره برابره ده، د دې  ولایت په مرکز کې د "اوربند او دایمي سولې" تر سرلیک لاندې ګډه ناسته ترسره کړه.

د جوزجان د مدني ټولنې د بنسټونو مشر، عبدالقادر فولاد په هېواد کې د سولې ټینګښت او جګړې پایته رسیدو لپاره د ځوانانو او مدني ټولنو د سازمانونو د هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

د جوزجان ولایت د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو رییس میرویس ابدالي د ناستې ګډونوالو ته د هرکلی ترڅنګ زیاته کړه چې موږ د داسې سولې ملاتړ کوو چې د خلکو غوښتنې او اراده په پام کې ونیول شي. نوموړي پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسیږي او هڅه وشي، څو د دوه لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه خوندي شي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ - د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رییس جاوید دوستي د سوله ییزې

ټولنې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په هیواد کې روانه جګړه د افغانستان له خلکو څخه زیاته قرباني اخیستې او هره ورځ سلګونه ځوانان ، ماشومان او میرمنې بې ګناه قرباني کیږي.

په جوزجان کې د پښتنو ټولنیزې شورا رییس شیرشاه بابري په داسې حال کې چې د سولې له هڅو ملاتړ کوي، په هېواد کې د اوربند او تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د جوزجان ولایت د ښځو چارو ریاست استازې ، خجسته کریمي په هیواد کې د سولې لپاره د ښځو دوامداره ملاتړ څرګند کړ او پر حکومت او طالبانو یې غږ وکړ چې د خبرو میز ته را وګرځي او د یوه سیاسي هوکړې او خبرو اترو له لارې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د ناستې په دوام په جوزجان کې د مدني ټولنې فعال سید عباس سادات ، محمد فیاض ، د جوزجان د مدني ټولنې د بنسټونو مرستیال محمد تمیم شاهد ، او د معلولینو په استازیتوب انجینر محمد امین بابري په هېواد کې د اوربند او تلپاتې سولې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، د جګړې له ښکیلو خواو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې خبرو میز ته راشي او دا ناروا جګړه پای ته ورسوي او د افغانانو قربانۍ ودروي.

د جوزجان د مدني ټولنو ، قومي مشرانو او ځوانانو د ګډې غونډې #پریکړه لیک

"په هیواد کې اوربند او تل پاتې سوله"

۱- موږ له حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د خبرو میز ته را وګرځي او خپلې ستونزې د تفاهم او سیاسي لارې حل او دې ویجاړونکي جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

۲- موږ د جګړې په ښکیلو خواو غږ کوو چې پایلې ته د سولې د خبرو رسیدو پورې، په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړي او په ارامه چاپیریال کې د سولې خبرې پیل کړي.

۳- موږ پر ملکي وګړو، ماشومانو، ښځو، زده کونکو، ډاکټرانو، د مدني فعالانو، خبریالانو او دیني عالمانو بریدونه او د هغوی وژل په کلکه غندو.

۴- د عامه تاسیساتو، پلونو او پلچکونو، زیارتونو، ښوونځیو او روغتونونو ویجاړول باید له هر ډول ځنډ پرته ودریږي.

۵- موږ له دواړو اړخونو (حکومت او طالبانو) څخه غواړو، څو د ترکیې او یا هم نورو ناستو کې ژر تر ژره خپل ګډون اعلان او په هېواد کې د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره ریښتینې هڅې وکړي.

په درنښت

د جوزجان ولایت ځوانانو او مدني بنسټونه، قومي مشران

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۳۰ / د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۰