سرلېک

جګړه بنده کړئ، افغانان سوله ایز ژوند ته اړتیا لري – لاریون پکتیا

کټګورې

ټګونه

جګړه بنده کړئ، افغانان سوله ایز ژوند ته اړتیا لري – لاریون پکتیا

جګړه بنده کړئ، افغانان سوله ایز ژوند ته اړتیا لري


د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکي، مدني، اجتماعي او سیاسي فعالان او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د دې ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یوه لاریون په ترسره کولو سره یې په هېواد کې د جګړې له شدت څخه اندیښنه څرګنده کړه، او هغه یې افغان وژنه وګڼله.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس سید جمال الدین آصف خیل په هېواد کې د جګړې له شدت څخه اندیښنه څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه یې وغوښتل، څو روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د افغانستان کشاله د خبرو له لارې هواره کړي.

د پکتیا ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل اصغر مجرم ځاځی او  د پکتیا ولایت مدني فعال قمرالدین لیوال په پکتیا مرکز ګردیز سره د ولسوالیو د غځیدلو لارو له تړل کیدو اندیښنه څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل، څو د هېواد عامه بنسټونو ته زیان و انه ړوي او د روغتنونو او ښوونیزو بنسټونو په ګډون ټولو عامه بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

د پکتیا ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل خالد ځدران په هېواد کې د روانې جګړې قربانیانو ته په اشارې وویل، چې د جګړې یوازیني قربانیان افغانان دي او له څلور لسیزو را هیسې افغانان قرباني ورکوي، نوموړي همدارنګه پر حکومت او طالبانو غږ وکړ، څو اوربند وکړي.

د پکتیا ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوې غړی ظاهر خان انګار په پکتیا ولایت کې د جګړې له شدت او زیاتوالي څخه اندیښنه څرګنده کړه او د جګړې پر ښکیلو اړخونو یې غږ وکړ، څو له هر ډول ځنډ پرته جګړه پایته ورسوي.

نوموړی همدارنګه خبرداری ورکوي، که چیري ورته وضعیت په دې ولایت کې دوام وکړي، نو ستر بشري ناورین به رامنځته شي.

همدا ډول د پکتیا ولایت او سیدونکی سید یار محمد د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل څو په افغانستان د اوربند، سولې او ټیکاو راوستلو لپاره ریښتیني هلې ځلې وکړي.

#پرېکړه‌لیک

د پکتیا ولایت  د یو شمېر اوسیدونکيو، مدني، ټولنییز او سیاسي فعالانو او د نوي نسل او ځوانانو د  سولې جرګې د ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶ نیټې د لاریون پرېکړه لیک:

۱-موږحق لرو څو په سوله او سوله ایزه فضا کې ژوند وکړو. موږ د جګړې د ښکېلو خواوو څخه کلکه غوښتنه کوو، څو له هر ډول ځنډ پرته جګړه ودروي او د سولې لاره غوره کړي.

۲-د افغانستان ستونزه د جګړې د لارې نه حل کېږي، موږ په افغانستان کې د جنګ له ښکېلو اړخونو غواړو، څو د هېواد روان بحران ته سیاسي  او دایمي حل لار پیدا کړي.

۳- د پکتیا ولسونه د جګړو له امله د لویو لارو د تړل کېدو په وجه ستر زیانونه وګالل او ګالي يې، موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو څو ښارونو ته د ولسوالیو غځېدلې لارې بندې نه کړي او د خلکو پرمخ پرانستې وساتي.

۴- د عامه تاسیساتو ورانول د هېواد د ورانولو په مانا دی، موږ د وسله والو طالبانو غواړو چې د عامه ځایونو او تاسیساتو د خوندېتوب لپاره جدي پاملرنه وکړي او خوندې يې وساتي.

۵- موږ د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امریکا د متحده ایالاتو څخه جدي غوښتنه کوو، چې د سولې روان بهیر دې بریالی کړي او شته فرصت د نه ضایع کوي.

۶- د نړۍ، د سیمې او ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان جنګ نور د خپلو ګټو لپاره مه  اوږدوي، چې  دا اور به له یوې خو افغانانو ژوند واخلي او له بل لوري به دا جنګ اخیر د دوی هېوادونو ته  هم وغځېږي  او د دغه جنګ اخیري قربانیان به  نړیوال وي.


په درنښت

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکي، مدني فعالان، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

۲۶د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶ / د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۶

پکتیا – ګردېز-  افغانستان