سرلېک

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه


په بغلان ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۸، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې له ۲۸ سره برابره ده، په بغلان ولایت کې د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د هېواد وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول په کابل کې په نښه شویو بریدونو په تړاو خپلې اندیښنې څرګندې او ټینګار یې وکړ، چې په هیڅ ډول د دې بریدونو دوام د سولې خبرو مخه نشي نیولای.

د اړیکو د ګروپ د رهبري غړی احمد بکتاش بریالی، عبدالله قادري، آریانا پارسي، نورګل اندړوال، محمد همکار په هېواد کې د جګړې پر پایته رسیدو، اوربند اعلانیدل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر مسؤلیتونو او په بغلان ولایت کې د جګړې څخه د راټوکیدلو زیانونو په تړاو خبرې وکړې.

د جرګې د لومړۍ برخې په دوام کې د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده د لومړۍ برخې د پایلې د اعلان ترڅنګ زیاته کړه، چې موږ له حکومتي او شخص محوره بهیرونو څخه بهر د ځوانانو او نوي نسل د استازو ترمنځ د همغږۍ او همپالنې هڅه کوو.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک


     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۸ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې له ۲۸ نیټې سره برابره ده، د بغلان ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو د نوي نسل او ځوانانو استازو پکې ګډون کړی وو، چې د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو ته یې خپلې غوښتنې او اندیښنې په لاندې ډول وړاندې کړې.

۱. موږ د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د سولې په بهیر کې ځوانانو ته ګډون ورکړي او د سولې په بهیر کې، ځوانان باید په اغیزناکه او خپلواکه توګه خپل استازیتوب ولري؛

۲. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو له هر ډول ځنډ پرته، په ریښتینې ارادې سره د سولې خبرې پر مخ یوسي؛

۳. سوله د افغانستان د خلکو حق دی او له ټولو اړخونو څخه غواړو، چې د خلکو دې حق ته درناوی وکړي او هغوی ته په سوله ییزه فضا کې د ژوند اسانتیاوې برابره کړي؛

۴. موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د ملي اجماع په رامنځته کولو سره، ټول شموله او تل پاتې سولې ته د رسیدو زمینه برابره کړي؛

۵. د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه غواړو، څو تاوتریخوالی کم او تل پاتې اوربند ته زمینه برابره کړي؛

۶. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو د وګړیو د امنیت په ټینګښت، د مدني خپلواکیو او ښیرازۍ لپاره هڅه وکړي؛

۷. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو غواړو، چې د سولې خبرې په هېواد کې دننه ترسره او دا بهیر، یو ملي بهیر ته واړوي؛

۸. له طالبانو څخه غواړو، څو په خپل مذاکراتي پلاوي کې ښځو او ځوانانو ته ونډه ورکړي، څو د طالب لوري د ځوانانو او ښځو نظرونه هم پام کې ونیول شي؛

۹. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې له نرمښت او انعطاف څخه کار واخلي؛

۱۰. له افغان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د خلکو ارزښتونو، د وګړیو اساسي حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی ولري او د سولې په خبرو کې د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي؛

۱۱. له دواړو خواوو غواړو، څو خپلو ژمنو او تړونونو ته ژمن پاتې شي او په دې بهیر کې د هر ډول نا باوري مخه ونیسي؛

۱۲. له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غواړو، څو د افغانستان خپلواکي او د دې هېواد د خلکو ملي ارزښتونو ته درناوی ولري او سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي؛

۱۳. موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د ترهګریزو ډلو د ملاتړ مخنیوی وکړي او پر هغو هېوادونو، چې د ترهګرو ملاتړي دي، فشار راوړي؛

۱۴. موږ د بین الافغاني مذاکراتو پایلو ته د رسیدو لپاره د افغانستان د قومونو د یووالي، له مدني خوځښتونو څخه د ملاتړ، په پریکړو کې د خپلواکۍ د اصل ساتل، د هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو دفاع، په هېواد کې د جګړې پایته رسیدو لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کولو، د دیني عالمانو او قومي مخورو د ګډون او د جګړې د قربانیانو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره د حقوقي متخصصینو د ګډون غوښتنه کوو؛

۱۵. روغتیايي اسانتیاو ته نه لاسرسی، د ښونځیو، روغتونونو ورانیدل، د پراختیايي پروژو نه پلي کیدل او له منځه تلل، کډوالي، د خلکو بې ځایه کیدل، امنیتي ګواښونه، په هېواد په ځانګړي ډول په بغلان ولایت کې د جګړې څخه را ټوکیدلي لاملونه دي؛

۱۶. د سولې بهیر څخه د څارنې په موخه د بې پرې خلکو، د نړیوالې ټولنې د استازو، د جګړې د ښکیلو اړخونو او رسنیو ګډون او د نوي نسل او ځوانانو د استازو د مشارکت غوښتنه کوو.

په درنښت

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي ۸، / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۲۸

پلخمري ښار، بغلان – افغانستان