سرلېک

د جودرې له کلي څخه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د استازو لیدنه

کټګورې

ټګونه

د جودرې له کلي څخه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د استازو لیدنه

یو شمېر فعالانو، ځوانانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ استازو د سولې غږ اوچتولو په موخه د ننګرهار ولایت د هسکې مینې د ولسوالۍ د جودرې له کلي څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې هغه شهیدانو ته، چې په یوه جومات کې د ځانمرګي برید په پایله کې شهیدان شوي وو، دعا وشوه او ترڅنګ یې د دې کلي له مخورو او خلکو سره خبرې وشوې.

د جودرې خلکو او مخورو له حکومت څخه دوه څرګندې غوښتنې لرلې:

1- په دې کلي کې د داعش له خونړي برید وروسته، د افغانستان ولسمشر له دې سیمې څخه لیدنه وکړه، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي، چې تر اوسه د ولسمشر هیڅ کومه ژمنه نه ده پلي، نو له ټولو حکومتي چارواکیو او په ځانګړي ډول له ولسمشر څخه غواړي، څو د دې سیمې خلکو او پاتې شونو ته، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، جدي پاملرنه وکړي؛

2- د جودرې خلکو له څو کلونو راهیسې د داعش په وړاندې په میړانې او پرته له هیڅ ډول امکاناتو څخه دریدلي او جګړه یې کړې ده. په خواشینۍ سره، د دولت نه همکارۍ او د داعش ډلې شتون له کبله، د دې سیمې پر خلکو باندې اوبه بندې شوي، چې په دې برخه کې هم د جودرې خلکو له حکومت او نورو اړوندو چارواکیو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل په استازیتوب د جودرې له اتلو خلکو او په ځانګړې ډول د شینوارو له ستر او ویاړلي قوم څخه، چې د داعش او نورو سیمه ایزو او نړیوالو ترهګرو په وړاندې دریدلي مننه کوو او د هغوی په ویر او درد کې ځان شریک ګڼو.

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۲ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر ۱۲