د
جوزجان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه
په
جوزجان ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۲۳ سره
برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د لسو
اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
یادې
جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو
بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو. دا جرګه د سولې لپاره د
ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړی او د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د جرګې
تنظیمونکی حمید الله مسرور ژر تر ژره د جګړې پر دریدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،
چې د جوزجان ولایت خلک او ځوانان له کلونو راهیسې د جګړې قربانیان دي او دا وضعیت
باید پایته ورسیږي. وروسته بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رئیس او
مرستیال محمد سنګر امیرزاده او خلیل احمد متین د ویډیو کنفرانس له لارې د جوزجان
ولایت د سولې جرګې له غړیو سره خبرې وکړې او د جرګې د جوړونکي ډلې څخه د مننې
ترڅنګ زیاته کړه، چې د اړیکو ګروپ هڅه کوي، څو د سولې په خبرو کې د نوي نسل او
ځوانانو واحد غږ رامنځته کړي، چې تر اوسه یې د هېواد په ۲۰
ولایتونو کې د جرګو، غونډو، کنفرانسونو او مظاهرو له لارې یې بیلابیل پروګرامونه
جوړ کړي دي.
همدارنګه
نیلاب صادق اوغلي د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو د اندیښنو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه فرهاد فقیري پر اورکم د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې جګړې زموږ ټول
ارزښتونه له منځه وړي او د افغانستان خلک له جګړې څخه ستړي او په هېواد کې د سولې
غوښتنه کوي.
د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل
او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې
د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې
شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو
د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.
د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې پریکړه لیک
د نوي نسل او ځوانانو جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم په ۲ نیټه د سلګونه ځوانانو په ګډون په جوزجان کې جوړه شوه. دا جرګه چې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې د دې ولایت د لسو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.
د جرګې غړیو د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوال ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې:
۱. د سولې په خبرو کې نرمښت، د دوه لسیزو د لاسته راوړنو ساتنه او ملي ګټو ته دې لومړیتوب ورکړل شي؛
۲. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو خپله ریښتینولي د اوربند په اعلانولو اوجګړې پایته رسولو سره ثابته کړي؛
۳. موږ له خپلو نړیوالو همکارانو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو پر ګاونډيو او د سولې په بهیر کې پر ښکیلو هېوادونو فشار راوړي، څو دې بهیر کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛
۴. موږ د تل پاتې سولې غوښتونکي یوو، چې په کې د ښځو، ځوانانو او د ټولنې د نورو وګړیو بنسټیز حقونه وساتل شي؛
۵. موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون غوښتنه کوو؛
۶. نا امني، روحي او رواني ستونزې، ښوونې او روزنې ته نه لاس رسی، د کورنیو بې ځایه کیدل او اقتصادي کړکیج هغه ستونزې دي، چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د جوزجان خلک د وروستیو جګړو له امله ورسره لاس او ګریوان دي؛
۷. موږ ټینګار کوو، چې د افغانستان خلک باید د بین الافغاني مذاکراتو له بهیر څخه د ملي او ځايي رسنیو له لارې خبر او له دې بهیر څخه په کره ډول څارنه وشي.
په درنښت
د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه
جوزجان - افغانستان
د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم ۲ / د ۲۰۲۰ زږدیز کال د اکټوبر ۲۳