سرلېک

د جګړې له شدت څخه د بشري ناورین له رامنځته کیدو اندیښنې

کټګورې

ټګونه

د جګړې له شدت څخه د بشري ناورین له رامنځته کیدو اندیښنې

د جګړې له شدت څخه د بشري ناورین له رامنځته کیدو اندیښنې


د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د جګړې د شدت له امله د بشري ناورین له رامنځته کیدو  څخه د اندیښنې تر سرلیک لاندې رسنیزه ناسته جوړه کړه.

د ناستې په پيل کې د پکتیا ولايتي سکرتريت رئيس سېد جمال‌الدين اصف خېل وويل، د جګړې د شدت له امله د پکتيا-پکتيکا لويې لارې په شمول، مرکز ګردېز ته د دې ولایت د نهو ولسواليو غځېدلې لارې تړل شوي دي.

نوموړی نيوکه کوي چې امنيتي چارواکي د جګړې مديريت کولو په موخه له پوځي تکتيکونو کار نه اخلي او دا د دې لامل شوي چې وسله‌وال طالبان يو شمېر سيمې تر خپلې ولکې لاندې کړي.

اصف خېل ټينګار کوي چې د پکتيا ولايتي چارواکي دې هم په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت په اړه حقايق په لوړه کچه له مسوولانو سره شريک کړي.

په همدې حال کې د پکتيا ولايتي سکرتريت د جګړې د قربانيانو کميټې مرستيال اجمل مسعودزی شته وضعیت ته په کتو، په دغه ولايت کې، د احتمالي بشري ناورين د رامنځته کېدو خبرداری ورکوي.

نوموړی وايي، که د امنيتي وضعيت مديريت ته سمه پاملرنه ونه شي نو په پکتيا کې د بشري ناورين د رامنځته کېدو ډېر احتمال شته.

د پکتیا ولایتي سکريت د څارنې پلاوي غړی ظاهر خان انګار بيا له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژر ه دې د جګړې له امله له بې ځايه شويو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرسته وکړي.

د کنفرانس په پای کې د پکتیا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولايتي سکرتريت د اړيکو کمیټې مسوول دين محمد همت پرېکړه‌ليک ولوست چې په لاندې ډول دی:

۱: له څو ورځو راهيسې پکتيا کې شديدې جګړې روانې دي چې له امله يې مرکز ګردېز او ځينو نورو سيمو ته نږدې درې زره کورنۍ راکډه شوي دي او دا مهال دغه کورنۍ د ژوند سختې شيبې تېروي او له ناوړه حالت سره مخ دي.

۲: د جګړو له امله له بې ځايه شويو کورنيو سره تر دې دمه د هېڅ ارګان او ادارې له لوري د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې نه ده شوي. دې حالت موږ اندېښمن کړي يوو او که چېرې پر وخت ورسره مرسته ونه شي نو له سختې لوږې او بېلابېلو ستونزو سره به مخ شي.

۳: دې ته پام چې په جګړې کې لا هم ډېرې کورنۍ بندې پاتې دي او کرونا وېروس هم په شددت سره خورېږي، د جګړې له ښکېلو خواوو څخه جدي غوښتنه کوو چې د بشري ناورين د نه رامنځته کېدو په موخه دې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته پام وکړي، جګړه دې ودروي او د خلکو کورونه دې د جګړې سنګر نه ګرځوي.

۴: زرمت، روحاني بابا، احمد ابا، سېد کرم، ميرزکه، اريوب ځاځي او د مرکز ګردېز په ځينو سيمو کې ډېری کورنۍ له خپلو کورونو بې ځايه شوي، طبيعي پېښو ته د رسېده‌ګۍ په چارو کې د دولت وزارت بهرنيو خېريه سازمانونو، پر الکوزي شرکت او پر ملي پانګوالو غږ کوو چې له يادو کورنيو سره ژر تر ژره همکاري پيل کړي.


په درنښت

د رسنیو  او ویاندوی دفتر

د سولې لپاره د ځوانانو د  اړیکو ګروپ

د پکتیا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت