سرلېک

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه – هرات

کټګورې

ټګونه

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه – هرات

 د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه   

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه د هغې خبري ناستې سرلیک دی، چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۶ نېته د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت لخوا جوړه شوې وه. په دې ناسته کې ځوانانو، مدني فعالینو، د پوهنتون استادانو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس آرش بشریار په هیواد کې د روانې جګړې په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه په زرګونه کورنۍ د هرات ولایت له ولسوالیو څخه بې ځایه او خپلو کورونو پرېښوده ته اړ شوي دي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي غړي عبدالهادي قانع په هیواد کې د ناټو ځواکونو د شتون پای په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوس په هیواد کې بهرني ځواکونه شتون نه لري او په هیواد کې د ناټو ځواکونو د نشتون په هکله د طالبانو شرط هم منل شوی دی، نو  په دې توګه باید د جګړې د پایته رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته شي. نوموړي زیاته کړه، چې د هیواد په لويدیځ کې تر ۳۰ زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او په خواشینۍ سره زیات عامه او ټول ګټي بنسټونه له منځه تللي دي او د ورته وضعیت دوام، په هیواد کې موږ سولې ته له رسېدو څخه لري ساتي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې مریم ابرام د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د جګړې دوام ته یې اشاره وکړه. نوموړې په هیواد کې د ښځو مخکیني تور وضعیت ته په اشارې زیاته کړه، چې د افغانستان ښځې او نجونې نه غواړي مخکیني تور وضعیت ته وګرځي او له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې لومړني حقوق او په تېرو دوه لسیزو کې تر لاسه شوې لاسته راوړونې باید ضایع نشي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت سیاسي سلاکار عبدالله فیروزي د سولې خبرې او د هیواد راتلونکي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوسني ځوانان د تېرو ۲۰ کلونو ځوانان نه دي، موږ عصري زده کړې او د تاریخ مطالعې سره نور تېر ته نه ګرځو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې ګل افروز اکبري د خلکو په ځانګړې توګه په ځوانانو د جګړې د منفي تبلیغاتو او اغېزو په هکله خبرې وکړې. نوموړې زیاته کړه د جګړې زیاتېدل، د خلکو کډه کېدل، د تلفاتو لوړېدل او د ملي بنسټونو له منځه تلل له یو لوري او د جنګي خبرونو خپرېدل له بل لوري د خلکو په روان باندې منفي اغېزې لرې او د خلکو په منځ کې وېره او ډار خپروي.

د دې ناستې په دوام د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت د مشورتي بورد مسوول سید بشیر طارق، حقوقي مشاور عبدالله شهیدزاده، عبدالوحید مفکر، الهام احمدي او د دې ناستې غړو د جګړې دوام، سراسري اوربند، د ښځو حقونه او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې شریک کړل.

په پای کې د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د مشورتي بورد غړي احمد طاهر ناب د هرات ولایتي سکرتریت رهبري له لوري جوړ شوی پرېکړه لیک ولوست.

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونو د خبري کنفرانس پرېکړه لیک

د افغانستان د جګړې اوږدېدل په هیواد کې د ګڼ شمېر ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو د له منځه تلو لامل شوی او د هیواد رغونه او پرمختګ یې سلګونه کلونه شاته کړی دی.

د دې ترڅنګ د دې له ویجاړونکې جګړې زغمل زموږ د باعزته خلکو لپاره نه جبرانېدونکی دی، خو سربېره پر دې زموږ هیوادوال سولې ته هیله مند دي او په هیواد کې د سولې راتک ته له رامنځته شوي فرصت څخه ملاتړ کوي.

موږ د هرات ځوانان په هيواد کې د جګړې پای او د سولې ټینګښت ترڅنګ د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

1.د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د جګړې پر مهال عامه بنسټونه په نښه نه کړي او دا ودانۍ د افغانانو د ملي پانګې په توګه وپیژني.

2.تر څو لسیزو جګړې وروسته اوس د افغانانو لپاره د سولې د ټینګښت وړ فرصت رامځته شوی، موږ له حکومت او طالبانو څخه په جدي ډول غواړو، څو د سولې ټینګښت او د جګړې د پایته رسیدو په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

3.د افغانستان حکومت او د طالبانو د تحریک رهبران باید د دواړو اړخونو د سیاسي او نظامي مشرانو په منځ کې د یوې ملي لویې اجماع د جوړېدو لپاره هڅې وکړي، څو په هیواد کې نور د خونړۍ او ناتمامې جګړې څخه مخنیوی وشي.

4.د طالبانو تحریک باید په ولسواليو خپل یرغلیز بریدونه، چې د سولې بهیر د ګډوډېدو لامل شوی بند کړي او د دواړو لورو مرکچیانو څخه غواړو، څو په عاجل ډول د سولې خبرو ته را وګرځي.

5.موږ له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هیوادونو او د سولې په بهیر کې نورو ښکېلو هیوادونو څخه غواړو، څو د دې بهیر په بریالیتوب او د سولې خبرو او په افغانستان کې د سراسري اوربند په ټینګیدو کې ریښتینې همکاري وکړي، بې له دې به په افغانستان کې د جکړې دوام د ګاونډیو او سیمې هیوادونو لپاره هم جدي تاوانونه واړوي.

په درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

هرات – افغانستان

۱۴۰۰د چنګاښ ۱۸/ ۲۰۲۱جولای ۷