د
جگړې ضد او د سولې یو شمېر فعالانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ
اعتراضي اعلامیه
«د بین الافغاني خبرو لپاره د سولې مرکچي پلاوي د پنځه تنو غړیو د
استعفا غوښتنه»
د
سولې خبرې او بین الافغاني مذاکرات د افغانستان ملت لپاره یو برخلیک ټاکونکی بهیر
او زیات اهمیت لري. نو په دې ډول د افغانستان خلک د حکومت او په دې بهیر کې ښکیلو
خواوو تمه لري، څو د بین الافغاني مذاکراتو او خبرو په مرکچي پلاوي کې داسې څیرې
شتون ولري، چې لږ تر لږه د بیلابیلو خلکو سره د خبرو لپاره کاري فرصت او د غوره
استازولۍ وړتیا ولري. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي،
په عین وخت کې ګڼ شمېر مسوولیتونه پر مخ وړي او د دې اړین او مهم بهیر لپاره کافي
فرصت نه لري. له دې ډلې څخه:
۱. د مالیې وزارت
سرپرست او نوماند وزیر، عبدالهادي ارغندیوال؛
۲. د اداري
اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رئیس احمد نادر نادري؛
۳. په سیاسي او
ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالمتین بیګ؛
۴. په دیني چارو کې
د ولسمشر ستر سلاکار عنایت الله بلیغ؛
۵. په ټولنییزو
چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد رسول طالب؛
هغه
کسان دي، چې د سولې ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوي کې د غړیتوب سربېره، حکومتي
رسمي دندې هم پر مخ وړي. له همدې امله موږ د جګړې ضد او سولې فعالانو او د سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، تر هرڅه وړاندې په جدیت سره له دې کسانو څخه غواړو،
څو له دې مهم او برخلیک ټاکونکي وضعیت څخه د پوهاوي او د وطن پالنې احساس سره په
مسوولانه ډول له یادو مسوولیتونو څخه له یوه څخه استعفا وکړي او له حکومتي چوکۍ او
یا هم د سولې خبرو د مرکچي پلاوي څخه یو وټاکي او په دویم ګام کې له ولسمشر او د
هېواد د ملي مصالحې د عالې شورا له رئیس څخه غواړو، څو ژر تر ژره د یادو پنځو کسانو برخلیک په اړه، چې
په حکومت کې پاتې کیږي او یا هم د سولې خبرو په مرکچي پلاوي کې، باید پریکړه وکړي.
ومن
الله توفیق
د
جګړې ضد او د سولې فعالان
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د ۱۳۹۹ د
چنګاښ ۷ / د ۲۰۲۰ د
جون ۲۷