سرلېک

د سولي لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د مشرتابه او د شینوارو ځوانانو مشورتي جرګه

کټګورې

ټګونه

د سولي لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د مشرتابه او د شینوارو ځوانانو مشورتي جرګه

د سولي لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د مشرتابه او د شینوارو ځوانانو مشورتي جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشرتابه او  د شینواري ځوانانو د استازو د سولې مشورتي جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۲۳ سره برابره ده، د ننګرهار ولایت د غني خیلو په ولسوالۍ کې جوړه شوه. دا جرګه د سولې او بین الافغاني مذاکراتو اړوند د شینوارو د بیلابیلو ولسوالیو د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د دې غونډې تنظیمونکی میوند همت شینواری وايي: په داسې حال کې، چې د جګړې ښکیلو خواوو ترمنځ د سولې خبرې دوام لري، خو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې جګړه زیاته شوې او افغانان قرباني ورکوي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک د جګړې د پایته رسیدو او په هېواد کې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، څو د افغانانو رواني، مالي او ځاني زیانونو ته، چې د زیاتو او دوامداره جګړو له امله ګالي، پایته ورسیږي. نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې یوازې افغانان قرباني کیږي او په هېواد کې روانه جګړه د هیڅ کوم ښکیل اړخ لپاره مشروعیت نه لري.

د غونډې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ د رهبري غړی احسان الله حکمت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د لاسته راوړنو اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یو شمېر خلک د خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو لپاره په هېواد کې د سولې له ټینګښت سره مخالف دي او هڅه کوي، څو دا بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د شینوارو ځوانانو د شورا مشر باتور خان شینواري زیاته کړه، چې د شینوارو خلک په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي. د غونډې په بله برخه کې ثاقب شینواري، الفت الله محب زي او د شینوارو قومي مشر حاجي ملک یار محمد د جګړې څخه د راټوکیدلو زیانونو په اړه خبرې وکړې او خپلې غوښتنې یې د حکومت او طالبانو څخه د شخړو د پایته رسیدو په موخه وکړې.

د دې ناستې په پای کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د هغه موټر بمب چاودنې له ځایه څخه لیدنه وکړه، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۲ نیټه وچاودید او لسګونه هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله او وروسته یې د دې پیښې د قربانیانو په استازیتوب یې د کرکټ لوبڅار بسم الله جان شینواري کورنۍ ته، چې د کورنۍ ۷ تنه غړي یې په دې پيښه کې له لاسه ورکړي وو، لیدنه وکړه او د خواخوږۍ مراتب یې ورسره شریک کړل.

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ مخکې له داعش ډلې سره د مبارزې مرکز وو، چې په تېرو څو کلونو کې یې زرګونه کورنۍ د دې جګړو له امله ورته مرګ ژوبله اوښتې ده. د "اچین" ولسوالۍ د شینوارو له ولسوالیو څخه ده، چې څه موده وړاندې د داعش په واک کې وه او امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې د "بمونو مور" نوموتی غیر اتمي بمب پر یادې سیمې وکاروه.