سرلېک

د سولې غږ – ارزګان

کټګورې

ټګونه

د سولې غږ – ارزګان

د ارزګان ولایت ځوانان او د نوي نسل اغیزناکه څیرو د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۱ نیټه، چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې ۱۲ سره برابره وه، د "سوله او ځوانان " تر سرلیک لاندې غونډه وکړه او د ژر تر ژره اوربند او د بین الافغاني سولې خبرو پر پیلیدو یې ټينګار وکړ. په ارزګان ولایت کې ځوانو فعالانو ټینګار وکړ، چې د هېواد د روانې ورانونکې جګړې اصلي قربانیان خلک په ځانګړې توګه د هېواد ځوانان او نوی نسل دی. د ارزګان ولایت ځوانانو په دې غونډه کې لاندې غوښتنې وکړې:

1- د هېواد په لویو ملي مسائلو، د سولې بهیر او بین الافغاني خبرو کې د ځوانانو او نوي نسل د اغیزناکه ګډون غوښتونکي یو؛

2- موږ د تل پاتې سولې ټینګښت په موخه په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو غوښتونکي یو؛

3- له طالبانو سره د سولې له خبرو، چې په هېواد کې جګړه پایته ورسوي؛ د افغانستان د تولو خلکو غوښتنه ده او ملاتړ یې کوو؛

4- موږ له با عزته او تل پاتې سولې ملاتړ کو، خو په هیڅ ډول د لنډمهاله سولې، چې د بلې جګړې لامل شي، پلوي نه یوو؛

5- د سولې لپاره د سالم چاپیریال را منځته کولو په موخه د افغانستان ټول وګړي، په جګړه کې ښکیل اړخونه او نړیواله ټولنه باید په منظم ډول هڅه وکړي؛

6- په جګړه کې ښکیل اړخونه باید پوه شي، چې جګړه د حل لار نه ده او د دې  نا مشروع جګړې دوام د هیڅ ښکیل اړخ په ګټه نه ده.

په پای کې د دې ناستې ګډونوالو یو ځل بیا د اوربند او د سولې او سترو ملي پریکړو کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون ټینګار وکړ. دا ناسته د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ډلې د (ارزګان) ولایتي دفتر د رهبري پلاوي په ټاکلو او د افغانستان خلکو ته د خیر او هوساینې په دعایې سره پایته ورسیده.

 

په درنښت

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رسنیز دفتر