د خوست ولایت یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.
د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه
څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو
څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې
ګړندۍ کړي.
د
سولې او ځوانانو د غونډې پریکړه لیک - خوست ولایت
پرېکړه لیک
موږ
د خوست ولایت ولسونه، ځوانان، ټولنییز، مدني، سیاسي او د ښځو فعالین او په دې
ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د سولې او مذاکراتو په بهیر
کې د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:
1. د خوست ولسونه او ځوانان د اورکم د اونۍ د ملاتړ تر څنګ پر
ښکیلو اړخونو غږ کوي، چې د تل پاتې اوربند ته زمینه سازي وکړي؛
2. د خوست ولسونه د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کوي، چې نور
د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنې څخه ډډه وکړي او افغانستان سوله ایز ژوند
ته پریږدي؛
3. د خوست ولسونه په
نړیوالو ادارو په خاصه توګه د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنه، امریکا متحده
ایالتونو او ګاونډیو هېوادونو باندې غږ کوي چی د افغانستان د سولې د پروسې سره
ریښتينې همکاري وکړي؛
4. د خوست ولسونه او ځوانان د دایمي او تل پاتې سولې چې د ټولو
افغانانو حقوق او ارزښتونو په کې ساتل شوي وي ملاتړ کوي؛
5. د سولې خبرې باید ښکاره
وي، نه دې پر دې شاته، څو ولس خپل ځان په کې وګوري؛
6. د خوست با شعوره او ویښ
ولس غواړي، چې د سولې خبرې باید په داخل د هېواد کې وي، نه په بهرنیو هېوادونو کې؛
7. د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره د پیلیدو تر څنګ، موږ د اوربند
غوښتونکې یو؛
8. موږ د خوست ولایت ځوانان، ښځې او مدني فعالان د سولې لپاره د
ځوانانو د اړیکو د ګروپ څخه بشپړ ملاتړ اعلانوو او ټینګار کوو، چې په بین الافغاني
مذاکراتو کې ځوانان ګډون ولري او د افغانستان د سولې له بهیر څخه ځوانانو ته د
څارنې حق ورکړل شي.
په
درنښت
د
خوست ولایت ولسونه، ځوانان، ټولنییز، مدني، سیاسي او د ښځو فعالین او په دې ولایت
کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي
خوست
- افغانستان
د ۱۳۹۸
لمریز کال د کب ۳ / د ۲۰۲۰
زیږدیز کال د فبروري ۲۲