د سولې غږ – سرپل
په سرپل ولایت کې یو
شمېر دیني عالمانو، مشرانو، ښځو، ځوانانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د
ګروپ ملاتړو، د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۹ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال
د فبروري میاشتې له ۱۸ سره برابره ده، د یوې غونډې به ترسره کولو سره یې د
تاوتریخوالي کمیدو، د سولې بهیر او د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو څخه یې خپل
ملاتړ اعلان کړ او د تل پاتې اوربند، سراسري سولې او د سولې او بین الافغاني
مذاکراتو بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل د ګډون غوښتونکي شول.
د دې ناستې ګډونوالو
خپلې غوښتنې د پریکړه لیک په چوکاټ کې په لاندې ډول مطرح کړي دي:
د سولې او ځوانانو
غونډه
سرپل
پریکړه لیک
موږ د سرپل ولایت یو
شمېر ځوانان، ښځې، مخور، دیني عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو د ګروپ غړي او
ملاتړي د سولې او ځوانانو تر سرلیک لاندې د سولې غوښتلو غونډې په ترسره کولو سره،
د سولې د خبرو او مذاکراتو د غوښتلو ترڅنګ د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:
1.
موږ د سرپل ولایت خلک،
له هر هغه ګام څخه چې په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو لامل شي، ملاتړ کوو او د
تل پاتې اوربند او سراسري سولې غوښتونکي یوو.
2.
بین الافغاني مذاکرات
باید له هر ډول ځنډ او شرط پرته پیل شي.
3.
موږ د سولې په خبرو او
مذاکراتو کې د نوي نسل او ځوانانو د استازو د ګډون غوښتونکي یوو. لوړپوړي حکومتي
چارواکي د افغانستان د نوي نسل له آدرسه نشي کولای، چې د سولې په خبرو کې زموږ
(نوي نسل) استازیتوب وکړي.
4.
موږ د سرپل خلک محرومه
یوو، که چیري په هېواد کې سراسري سوله او ثبات ټینګ شي، موږ کولای شوو، څو د پوهې،
مالداري، کرنې، او ... له لارې د افغانستان د هوساینې او په ځان بسیاینې کې اغیزناکه
رول ولرو.
په درنښت
دیني عالمان، ځوانان، ښځې، مخور او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
ملاتړي
د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹ / د ۲۰۲۰ کال د فبروري ۱۸