سرلېک

د سولې غږ – شبرغان – جوزجان

کټګورې

ټګونه

د سولې غږ – شبرغان – جوزجان

په جوزجان ولایت کې یو شمېر مدني فعالانو، ښځې، مخور، دیني عالمانو، ځوانانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړو؛ د سولې او پخلاینې، اوربند، د جګړې پایته رسیدو او د سولې خبرو بیا ځلې پیلیدو په اړه په شبرغان ښار کې غونډه وکړه. د غونډې ویناوالو په هېواد کې په ځانګړې توګه په جوزجان ولایت کې د اوربند او جګړې پایته رسیدو په تړاو خبرې وکړې او د افغانستان له حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو له تحریک څخه یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د غونډې پریکړه لیک: سوله او ځوانان-جوزجان

موږ یو شمېر ځوان فعالان، ښځې، مخور، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي په جوزجان ولایت کې د "سولې او ځوانان" تر سرلیک لاندې د غونډې په ترسره کولو سره د لاندې مواردو د پلي کیدو غوښتونکي یوو:

۱. د جوزجان ولایت اوسیدونکي له څو کلونو راهیسې د تپل شوې او ناڅرګنده جګړې قرباني شوي دي. موږ د جګړې له ښکیلو غاړو څخه د اوربند او د جګړې پایته رسیدو او په هېواد په ځانګړې ټوګه په جوزجان ولایت کې د سراسري امنیت ټینګښت په موخه د ژر تر ژره د سولې د خبرو د بیا پیلیدو غوښتنه کوو؛

۲. د جوزجان ولایت خلک هره ورځ د جګړې په دواړو خواوو کې وژل کیږي، موږ د ښکیلو خواوو په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالتونو، د افغانستان له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سولې ټینګښت ته زمینه برابره کړي، څو خلک وتوانیږي، چې خپلو کورونو ته ور وګرځي؛

۳. موږ د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو څخه ملاتړ کوو او د سولې په خبرو او مذاکراتو کې د ځوانانو او نوي نسل د اغیزناکه او ریښتیني ګډون غوښتنه کوو؛

۴. موږ د افغانستان له دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو پر یوه فوري اوربند هوکړه وکړي، ځکه د دې جګړې اصلي قربانیان یوازې د افغانستان خلک دي او هره ورځ زموږ ځوانان او خلک د جګړې په دواړو خواوو کې له منځه ځي؛

۵. موږ د جوزجان ځوانان او خلک له هر هغه مشروع اقداماتو څخه، چې د سولې د ټینګښت لامل شي، هرکلي او ملاتړ کوو؛

۶. موږ له حکومت او کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه غواړو، څو د جوزجان ولایت کډوالو لپاره اړین اقدامات ژر تر ژره ترسره کړي.

په درنښت

یو شمېر ځوان فعالان، ښځې، مخور، دیني عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي

جوزجان – افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۶ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر ۱۷