سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ولایتي مسوولین او د ځوانانو او نوي نسل یو شمېر
استازو په ننګرهار ولایت کې د یوې غونډې پر مهال، یو ځل بیا د اوربند او د
افغانستان د دولت د استازو په ګډون ( هر اړخیز او د مهمو سیاسي اړخونو، ځوانانو او
ښځو سره د سلا مشورو وروسته پلاوی رامنځته شي) د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو
ترمنځ د سولې رسمي خبرو بیا ځلې پیلیدو غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې، چې د جلال
آباد ښار او د ننګرهار ولایت یو شمېر ولسوالیو ځوانانو په کې ګډون کړي وو، د سولې
له بهیر څخه د څارنې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې او ټینګار وشو، چې د سولې په خبرو
کې باید د نوي نسل استازي په بې ساري او اغیزناکه ډول ګډون ولري.
په
درنښت
د
ویاندوی دفتر
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د ۱۳۹۸
لمریز کال د لیندۍ ۴ / د ۲۰۱۹
زیږدیز کال د نوامبر ۲۵