په ننګرهار کې د اړیکو د ګروپ د اعتراضیه ناستې اعلامیه
موږ
ځوان فعالان، عالمان، مشران او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي، په
ننګرهار ولایت کې د دې غونډې په ترڅ کې
لاندې غوښتنې لرو:
1 – موږ د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د
ژر تر ژره بیا پیلیدو غوښتنه کوو، چې په دې خبرو کې د افغانستان حکومت هم ګډون
ولري ( درې اړخیزه خبرې)؛
2- باید ژر تر ژره د
افغانستان دولت مرکچي پلاوی وټاکل شي او همدارنګه په جدي ډول غوښتنه کوو، چې په دې
پلاوي کې د ځوانانو او نوي نسل ریښتیني استازي په اغیزناکه ډول شتون او ګډون ولري؛
3- موږ د افغانستان دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو
تحریک څخه غواړو، چې پر یو فوري اوربند هوکړه وکړي او درې واړو غاړو تر منځ د جګړې
پایته رسیدو غوښتونکي یو، ځکه د دې جګړې اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي او پدې
جګړه کې هره شپه او ورځ د دواړو لورو څخه ځوانان وژل کیږي؛
4- موږ د جګړې له اصلي اړخونو په ځانګړې توګه د افغانستان له حکومت
او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د یو بل په وړاندې د کرکې، زورزیاتي او ناوړه
ادبیاتو له کارولو څخه ډډه وکړي، څو د مینې او باور فضا رامنځته شي. همدارنګه د
سولې د ټینګښت او د باور فضا پیاوړتیا په موخه له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو
دواړه خواوې په خپل دریځ کې نرمښت او انعطاف څرګند کړي؛
5- موږ له هر ډول کړنو څخه چې پر بنسټ یې د جګړې ښکیلو غاړو
(حکومت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک) ترمنځ د باور زیاتیدو او
سالمې فضا رامنځته کیدو لامل کیږي، ستاینه او ملاتړ کوو. موږ په دې باور یوو، چې د
زندانیانو وروستۍ تبادله، سولې ته د رسیدو په برخه کې مثبت ګام دی او همدارنګه
غوښتنه کوو، څو نور زندانیان هم د یوه منظم او قانوني پلان پر بنسټ خلاص شي؛
6- موږ ځوان فعالان، مشران، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو
اړیکو ګروپ ملاتړي، د ځوانانو او نوي نسل له نورو فعالانو سره یو ځای په مرکز او
ولایتونو کې د ځوان فعالانو او نوي نسل له منځ څخه یو پلاوی رامنځته کوو، څو د
سولې له خبرو او د مذاکراتو له پرمختګ څخه څارنه وکړي؛
7- په پای کې موږ د ننګرهار ولایت اوسیدونکي د جګړې له ښکیلو غاړو
په ځانګړي ډول له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سوله غوښتنې او اوربند په
لومړني ګام کې د ننګرهار ولایت د سولې او امن د کور په توګه اعلان کړي.
په
درنښت
ځوان فعالان، مشران،
عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي
ننګرهار
- افغانستان- د امیر شهید باغ
د ۱۳۹۸
لمریز کال د لړم ۲۲ / د ۲۰۱۹
زیږدیز کال د نوامبر ۱۲